د لاس رسي وړ اتصالات

نوښتګر خبریال ته رایه ورکړئ


امریکاغږ د یو شمیر خبریالانو کار تاسو ته درپیژني. تر ټولو نوښتګر خبریال وپیژنئ او ورته رایه وکړئ. امریکاغږ به تر ټولو غوره خبریالانو ته جایزې ورکړي.

د یادولو ده چې دغې سیالۍ ته کومې افغانې خبریالې خپل راپور نه دی کاندید کړی.

۱. صدیق الله افغان - په کندهارکې دتبسم راډیو خبریال

صدیق الله افغان د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د معتادينو د یو شخصي مرکز په اړه راپور چمتو کړی چې په کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه معتادان وروستل شوي. دغه مرکز هېڅ ډول پرمختللي طبي وسایل او ډاکټران نلري، خو چلونکي یې ادعا کوي چې د معتادینو درملنه کولی شي. خبریال ورغلی او له معتادینو سره یې خبرې کړي دي او د افغانستان د ژوند د یو بل اړخ ښه انځور په کې ښودل شوی دی.​

د افغان راپور دلته کتلاې شئ.

صدیق الله افغان - په کندهارکې د تبسم راډیو خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:27 0:00

۲. صفت الله زاهدي - په هلمند کې د سلام وطندار خبریال

راپور د "سنګوریانو ډله" په نامه د هغو سیمه ییزو پولیسو په اړه دی چې طالب او نورو اورپکو سره د حکومت په ننګه جنګیږي. زاړه واړه او سپین ږېري د دغې ډلې غړي دي. سنګوریان د یوې ترکۍ ډرامې په سریال کې د مافیا-ضد یوې ډلې نوم دی. دا ډله په هلمند کې خورا مشهوره شوې او طالبانو ته یې هم زیانونه اړولي دي. خبریال ورغلی، د ډلې له غړو سره غږېدلی او سیمه ییز خلک یې هم پوښتلي دي.

د زاهدي راپور دلته کتلاې شئ.

صفت الله زاهدي - په هلمند کې د سلام وطندار خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:23 0:00

۳. زیرک فهيم - د پژواک خبري اژانس د نيوز او پروډکشن همغږی کوونکی

دا راپور د”ډيوې نيازۍ“ مدني فعالې او د هغي فېسبوکي مبارزې په تړاو د خلکو پر غبرګون راڅرخي، دا غبرګونونه هله پيل شول چې هغه بېرته هېواد ته راسته شوه. ډيوه د کورني تاوریخوالي له امله هند ته تللي وه او په خپله خوښه يې د ژوند ملګری پيدا کړی. هغه په فېسبوک لایو را څرګنديږي او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

د زیرک فهیم راپور دلته کتلاې شئ.

زیرک فهيم - د پژواک خبري اژانس د نيوز او پروډکشن همغږی کوونکی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

۴. ​ایمل ظاهر - په ننګرهار کې د شرق سیمه ییز تلویوزن خبریال

په دغه راپور کې هغه ماشوم پروفایل شوی چې کټ مټ راشد خان غوندې دی او ټولنیزو رسنیو کې خلکو د هغه تصویرونه خپاره کړي وو او ویلي وو چې د راشد خان ماشومتوب دی. د دغه ماشوم پلار یې په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی دی اوس وایي غواړي راشد خان شي.

د ایمل ظاهر راپور دلته کتلاې شئ.

ایمل ظاهر - په ننګرهار کې د شرق سیمه ییز تلویوزن خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

۵. محفوظ الحق کاکړ - د سولې او جګړې د انسټیټیوټ خبریال

په دغه راپور کې په افغانستان کې د نرښځیانو په اړه تحقیق شوی دی. یوه/دوې نرښځېانې په کې پروفایل شوي دي، له هغوی سره د خلکو د چال چلند او نورو مسایلو په اړه په کې معلومات خپاره شوي. موضوع یې جالبه ده، راپور انګلیسي دی

د کاکړ راپور دلته کتلاې شئ.

محفوظ الحق کاکړ - د سولې او جګړې د انسټیټیوټ خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

۶. بسم الله پښتون مل - په زابل کې خبریال

په زابل کې د شخصي څاګانو کېندلو د اوبو طبعي منابع د وچ کېدو له خطر سره مخامخ کړي دي. تحقیقي راپور، د سولې او جنګ انستیتوت لپاره لیکل شوی دی.

د پښتونمل راپور دلته کتلاې شئ.

بسم الله پښتون مل - په زابل کې خبریال آزاد خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:24 0:00

۷. سیف الله مفتون - په غزني ولایت کې دپژواک خبري اژانس خبریال

ښاغلي مفتون په غزني کې د هغو ماشومانو په اړه تحقیقي راپور چمتو کړی چې له مدرسو څخه یې طالبان د جنګ لیکو ته جذبوي.

د مفتون راپور دلته کتلاې شئ.

سیف الله مفتون - په غزني ولایت کې دپژواک خبري اژانس خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:25 0:00

۸. بشیر احمد نادم - د پژواک خبري اژانس خبریال

په دغه راپور کې ښاغلی نادم په کندهار ښار کې د یوې چاودنې قرباني کورنۍ ته ورغلئ او د هغوي د کړاو او درد ډکه د ژوند قصه یې لیکلې.

د نادم راپور دلته کتلاې شئ.

بشیر احمد نادم د پژواک خبري اژانس خبریال
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:31 0:00

XS
SM
MD
LG