د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې پر مخدره موادو د ځوانانو روږدېدل اندېښنې راپارولي


د ننګرهار ځوانانو چارو آمریت له دولته غواړي چې په دې ولایت کې د مخدره موادو د کاروبار او خرڅلاو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ځوانانو چارو آمر مطیع الله احمدزی وایي چې دلته پر مخدره موادو د ځوانانو روږدېدو کچه مخ په لوړېدو ده او دوی یې اندېښمن کړي.

هغه وایي دولت دې په ښار او ولسوالیو کې د مخدره موادو پلورنځایونه وتړي او کاروباریان دې ونیسي.

په ننګرهار کې پر مخدره موادو د ځوانانو روږدېدل اندېښنې راپارولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

دوی وایي دولت دې ځوانانو ته د کار آسانتیاوې برابرې کړي چې د مخدره موادو کارولو مخه یې ونیول شي.

هغه وویل چې مخدره موادو ته د ځوانانو د مخه کولو لوی لامل بې کاري ده چې په دې ولایت کې ډېر شمېر ځوانان ورسره مخ دي.

XS
SM
MD
LG