د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال ځواکونه د امنیت او ثبات په ژمنو کې پاتې راغلي دي


اوس هم په افغانستان کې څه باندې شل زره امریکايي پوځیان په افغانستان کې مېشت دي

ډیری افغانان وايي حکومتي چارواکي په خپلمنځي کشمشونو اخته دي، له همدې امله په افغانستان کې امنیت ورځ تر بلې خرابیږي.

په افغانستان کې د روانو جګړو د قربانیانو د کورنیو سلګونه غړي نن په کابل کې راټول شوي ول، دغه کسانو د شهیدانو د اولادونو د ملي ټولنې په غونډه کې وویل چې تردې وروسته غواړي له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. هغوی وویل نور نه پریږدي چې اشخاص او ډلې د شهیدانو په نوم امتیازات واخلي او سیاسي معاملې پر وکړي.

افغانستان، هغه هېواد دی چې هره ورځ په کې د جګړو او بریدونو له امله په لسګونو کسان ژوند بایلي. د کندهار ددغه ځوان دوه ورونه د یوولسم سپمتبر تر برید وروسته په افغانستان کې د روانې جګړې له امله وژل شویدي، د احمدولي بارکزي مشر ورور څو کاله وړاندې په کندهار کې د یو ځانمرګي برید قرباني شو، او کشر ورور یې چې د پولیسو سرتېری و د غزني په وروستۍ جګړه کې ووژل شو.

هغه وايي په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه د امنیت او سولې په راوستو کې پاته راغلي دي.

د جگړو قربانیان
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د قربانیانو د کورنیو غړیو وویل تردې وروسته اجازه نه ورکوي چې ډلې ټپلې دې د شهېدانو په نوم د امتیاز خاوندانې شي او سیاسي معاملې دې وکړي. هغوی له حکومت څخه غواړي چې د جګړو د قربانیانو حقونه ورکړي او په هېواد کې د امنیت او ثبات لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG