د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: د سوریې د ادلیب په ولایت کې نظامي عملیات نه کیږي


د روسیې جمهور رئیس وایي د سوریې د ادلیب په ولایت کې د هیڅ پراخ نظامي عملیات پلان نشته.

جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چارشنبې په ورځ وویل چې د ادلیب په ولایت کې د غیرې نظامي سیمې جوړیدل ګټور کار و. د غیرې نظامي سیمې طرحه روسیې او ترکیې په ګډه جوړه کړې.

د روسیې جمهور رئیس وویل " زه په پوره یقین ویلی شم چې خپل اهداف به تر لاسه کړو."

ښاغلي پوتین دا هم ویلي دي چې د نظامي عملیاتو هیڅ ضرورت نشته.

د ادلیب ولایت د سوریې د یاغیانو په لاس کې دی او د سوریې حکومت پلان درلود چې د نیولو لپاره یې پراخ نظامي عملیات وکړي. روسیې او ایران هم د نظامي عملیاتو غوښتنه کوله خو ترکیې یې مخالفت کاوه.

د ترکیې جمهور رئیس د همدې موضوع په هکله دوه ځلې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وکتل. ملګرو ملتونو هم خبرداری ورکړی و که د ادلیب په ولایت کې عملیات وشي، ستري بشري ناورین به پیښ شي

XS
SM
MD
LG