د لاس رسي وړ اتصالات

ستانکزى: که قانون سم پلى نشي، چمتو نه يم چې کار وکړم


هغه د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د علي پور د قضیې په هر اړخیزې څېړنې ټېنګار وکړ
تصویر: ارشیف
هغه د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې د علي پور د قضیې په هر اړخیزې څېړنې ټېنګار وکړ تصویر: ارشیف

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزى وايي؛ که قانون په سمه توګه نه پلي کېږي نور چمتو نه يم چې پر خپلې دندې پاتې شم.

ښاغلي ستانکزي نن سې شنبې د امنيتي وضعيت په تړاو د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه کې وويل چې د قوماندان علي پور قضيه دې هر اړخیزه وڅېړل شي.

نوموړي له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې د علي پور د قضيې د څېړلو لپاره يو ګډ پلاوى ټاکي. ښاغلي ستانکزي وويل" که قانون په سمه توګه نه پلي کېږي ،بيا هم دنده باندې پاتېږو دا د ځان د بې عزتي په معناده، په داسې يو حالت چې عدالت نه پلې کېږي اماده يم چې کار وکړم."

نوموړى دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ قوماندان علي پور د ولسمشر غني د دوهم مرستيال داکتر محمد سرور دانش په منځګړيتوب په ضمانت سره د ملي امنيت له زندانه خوشي شو.

قوماندان علي پور چې د کورنيو چارو وزارت يې غير مسول قوماندان بولي وړمه ورځدامنيتي ځواکونو لخوا په کابل ښار کې ونيول شو.

د نوموړي د نيولو په غبرګون کې د هغه يو شمېر پلويانو له تاوتريخوالې ډکې مظاهرې وکړې چې د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو لمخې څه بندې څلوېښتپوليس پکې ټپيان شول.

قوماندان عليپور تر خوشي کېدو وروسته له حکومته د بخښنې غوښتنه کړې او يلي چې چمتو دى خپل وسلې له حکومت سره ثبت کړي او يا هم يې خکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG