د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سفیره: د ټرمپ د څرګندونو او د امریکا پالیسو ترمنځ اختلاف شته


په امریکا کې د افغانستان سفیره رویا رحماني وایې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وینا او د واشنګټن د پالیسو ترمنځ اختلاف شته.

تېره اونۍ د کابينې په یوې غونډې کې ولسمشر ټرمپ په تفصیل د افغانستان د حالاتو په باب خپل نظریات بیان کړل. هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل سم وباله ویې ویل چې هغه هېواد کې باید روسیه او پاکستان جګړه وکړې، نه امریکا.

مېرمن رحماني امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي چې حکومت یې له امریکایانو څخه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په باب وضاحت غوښتی دی.

له میرمن رحمانې سره د امریکا غږ بشپړه ځانګړې مرکه په راتلونکو ورځو کې خپرېږي.

افغان سفیره: د ټرمپ د څرګندونو او د امریکا پالیسو ترمنځ اختلاف شته
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:25 0:00

XS
SM
MD
LG