د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ‌ او مودي په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتولو غږېدلي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند له صدر اعظم ناریندرا مودي سره په افغانستان کې د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي‌ دي.

سپنې ماڼۍ د تېرې دوشنبې ‌په ورځ ویلي چې ولسمشر ټرمپ له ښاغلي مودي سره تېره ورځ په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې امریکا به له هند سره د سوداګرۍ خساره راکمه او په افغانستان کې به همکاري پراخه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د بیان له مخې د سپینې ماڼۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "دواړه مشران په دې موافقه شوي چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا او هند ستراتیژيکي همکارۍ پياوړې کړي او له هند سره د سوداګرۍ د خسارې راکمولو په اړه نظرونه شريک کړي، د هند امنيت او سوکالي په برخه او په افغانستان کې همکاري پراخه کړي".

ښاغلي‌ ټرمپ پر داسې مهال د هند له صدر اعظم سره په افغانستان کې د همکارۍ پر زیاتولو خبرې کړي چې له تېرو ۱۷ کلونو راپدېخوا له افغان حکومت سره د بیارغونې او نورو برخو کې د شااوخوا دوه میلیارډ ډالرو مرسته کړې ده.

ولسمشر ټرمپ پر داسې مهال د هند له صدراعظم سره په افغانستان کې د مرستو پر زیاتوالې خبرې کوي چې د روانۍ جنورۍ میاست پر دوهمه ښاغلي ټرمپ د کابینې په غونډه کي ویل و چې دسیمې هېوادونه – هند، پاکستان او روسیه – باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد وجنګېږي، نه امریکا.

ټرمپ: پاکستان او روسیه باید افغانستان کې وجنگیږي، نه امریکا

هند په دې وروستیو کې د افغانستان پوځ ته څلور ام ۲۵ هلیکوبټرې ورکړي چې د افغان ځواکونو سره د هغوی په ځمکنیو عملیاتو کې مرسته وکړي، دغه راز هند هرکال د افغان ملي امنیتي ځواکونو په سلګونو سرتېري په خپلو پوځي اکاډمیوو کې روزي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هند ته د خپل سفر پرمهال له یوې هندۍ رسنۍ سره مرکه کې ویلي و چې هند به په روان کال کې افغانستان کې څلور نورې جنګي‌ هلیکوپټرې وسپاري.

هند افغانستان ته څلور نورې جنګي‌ هلیکوپټرې ورکوي

د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، سلما او شام عروس اوبو بندونه او د ستوري ماڼۍ د پروژو تمویل له افغانستان سره د هند له لویو مرسته بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG