د لاس رسي وړ اتصالات

د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه ۳۳ سلنه زیات شول


د افغانستان د دولتي پوهنتونونو د استادانو تر درسي اعتصاب وروسته د مالیې وزارت وايي، د نوي مقررې له‌مخې د دولتي پوهنتونونو د استادانو معاشونه یې تر اوسنیو هغو ۳۳ سلنه زیات کړي دي.

مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ د «کب پر ۲۶مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د استادانو د معاشونو د لوړولو په اړه مخکنۍ جوړه شوې مقرره «غیر عادلانه او نامتوازنه» وه چې د بودیجوي‌ امکاناتو په نظر کې نه نیولو له امله د دغه وزارت لخوا رد شوه.

دغه وزارت ویلي چې د یادې موضوع د هر اړخیزې څېړنې په هدف د لوړ زده کړو، عدلیې او مالیې وزارت څخه تشکیل شوي کمېټې د «توازن، تعادل او بودیجوي امکاناتو» اصل په نظر کې نیولو سره نوې مقرره د روان کال د کب میاشتې پر ۲۱مه وروستۍ کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي:"مالیه وزارت ښاغلو ښوونکو ته ډاډ ورکوي، چې د نوې مقررۍ پر بنسټ د دوی معاشونه تر اوسنیو هغو ۳۳ سلنه زیات شوي او مقرره به په لنډه موده کې د اجراأ وړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د یو شمېر نورو دولتي پوهنتونونو استادانو د روان لمریز کال د «کب پر ۱۹مه» د خپلو معاشونو په اړه چې څو کاله مخکې په امتیازي ډول لوړ شوي و په اړه یې د رسمي مقررې غوښتنه کول.

د یادو استادانو له ډلې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد رحیم نیازي امریکا غږ ته وویل:" زموږ معاشونه څو کاله مخکې د امتیاز په شکل لوړ شوي و، خو قانوني بڼه یې نه لرل، زموږ غوښتنه داده چې په دې اړه باید یوه مقرره باید رامنځته شي چې دغه امتیازي معاش قانوني بڼه غوره کړي."

دغه استادانو هغه مهال ویلي و که حکومت یې غوښتنه ونه مني دوامداره درسي اعتصاب په پیل کړي.

XS
SM
MD
LG