د لاس رسي وړ اتصالات

رولا غني:افغان میرمنې اقتصادي ډگر کې هم بریالۍ دي


د افغانستان لومړۍ میرمنې بي بي ګلې رولا غنيچېد پنجشبنې پر ورځ یې "د افغان ښځو د اقتصادي لاسته راوړنو لمانځنې" په غونډه کې خبرې کولې وویل، چې د سوداګرۍ، ښونې روزنې، روغتیا او سیاست په برخه کې د ښځو لاسته راوړنې د پام وړ دي.

هغه اقتصادي شرایط ستونزمن ګڼي او وایي، که چیرې ښځې او نارینه یو ځای کار وکړي، نو اقتصادي ستونزې به راکمې شي. میرمن رولا غني زیاته کړه، چې ښځې د تصمیم نیونې او رهبرۍ په بستونو کې کار کوي او د خپلو ظرفیتونو لوړولو په هڅه کې دي.

میرمن رولا غني وویل "نن موږ د سوداګرۍ، روغتیا، ښونې روزنې او سیاست په برخه کې د ښځو د پام وړ پرمختګونو شاهدان یو، د ملي یووالي په حکومت کې نن ورڅ ښځې د تصمیم نیونې او رهبرۍ په کچه کار کوي او هڅه کوي خپل ظرفیتونه ورځ په روځ لوړ کړي

د ښځو چارو وزیره دلبر نظرېهم دې غونډې ته وینا وکړه او وې ویلچې، د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا په برخه کې ۲۲ بیلابیلې حقوقي موانع موجودې دي، چې د ښځو د اقتصادي واک او ځواکمنتیا لپاره باید لیرې شي.دلبر نظري زیاته کړه چې د دغو دوه ویشتو حقوقي موانعو مسوده جوړه او عدلیې وزارت ته لیږدول شوې ده.

هغې که څه هم د دغو حقوقي موانعو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه."۲۲ حقوقي موانع، چې د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا پر وړاندې موجودي دي، د ښځو وزارت د حقوقي ریاست د حل لارو له ارزونې او پیدا کولو وروسته ورته مسوده جوړه کړې او عدلیې وزارت ته یې لیږلې ده".

میرمن رولا غني وویل "نن موږ په زیاتو برخو کې د ښځو د پام وړ پرمختګونو شاهدان
میرمن رولا غني وویل "نن موږ په زیاتو برخو کې د ښځو د پام وړ پرمختګونو شاهدان

د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا په برخه کې ۱۳ و دولتي بنسټونو په دې اړه خپلې لاسته راوړنې او ستونزې وړاندې او د حل لپاره یې بحث وشو او د ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا د ملي لومړیتوب لرونکو برنامو پلي کوونکو وزارتونو او بنسټونو د تیر مالي کال د لاسته راوړنو راپور ورکړ.

افغان سوداګره او متشبثه سپوږمۍ صیام بیا پر دې باور ده، چې په ښارونو کې یوازې یو شمیر ښځې توانیدلي دي، چې اقتصادي ځواکمنتیا او واک ترلاسه کړي، خو د لیرو پرتو سیمو او کلیو ښځې بیا لا هماسې په خوارې کې ژوند تیروي.

XS
SM
MD
LG