د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ کې د اخلاقي فساد په اړه ادعا دروغ ده ـ ولسمشرۍ ماڼۍ


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، په ارګ کې د اخلاقي په فساد په اړه د یوه پخواني سلاکار ادعا بې اساسه او دروغ وبلل.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري نن یکشنبه د« غبرګولې پر۵مه» په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې په دې اړه به جدي څېړنې وشي.

ارګ پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په امنیتي چارو کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي پخپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د ښاغلي غني سلاکار فضلي د پارلماني ټاکنو یو شمېر ښځينه نوماندانې چې له۶۰۰ څخه کمې رایې وړي وې د نامشروع اړیکو له‌مخې ولسي جرګې ته کامیابې کړي دي.

خو د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د ادعا په اړه وویل:"احمدزي د خپلو شخصي غوښتنو په خاطر دغه درواغ جوړ کړي دي، او له دې لارې غواړي د خلکو ذهنیت خراب کړي."

نوموړي زیاته کړه چې دغه موضوع په جدي ډول څېړل کېږي او لویه څارنوالي به له حبیب الله احمدزي څخه د خپلې ادعا په اړه د اسنادو او شواهدو وړاندې کولو غوښتنه وکړي.

که څه هم تر دې مخکې د افغان حکومت په یو شمېر نورو ادارو کې د اخلاقي فساد په اړه راپورونه ورکړل شوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر ارګ د اخلاقي فساد ادعا کېږي.

XS
SM
MD
LG