د لاس رسي وړ اتصالات

آي سي سي د دهوني په دستکشو ولې اعتراض کړی؟


آي سي سي د هندي لوبغاړي دهوني نه غوښتي دي چې هغه دستکشې دې نه کاروي چې د پوځ سمبول پرې لیدل کیږي

د کرکټ نړیوالې شورا آي سي سي د هند د کرکټ د بورډ نه غوښتي دي چې پخواني کپتان مهیندر سنگ دهوني دې د کرکټ لوبې پر مهال هغه دستکشې ( گلوز) نه استمعالوي چې د هند د پوځ نښان پرې موجود دی.

​د هند یوې خپرونې انډیا ټایمز لیکي چې پخواني کپتان دهوني د هند ځانگړي ځواکونو ته د درناوې په خاطر دغه کار کړیدی خو آي سي سي د دهوني دغه عمل سیاسي بللی دی او ورته یې امر کړی چې په راتلونکې لوبې کې به دغه دستکشې نه کاروي.

د آی سي سي یوې افسرې کلیر فرلونگ ویلي دي چې د هند د کرکټ بورډ نه یې غوښتي دي چې دهوني دې دغه دستکشې راتلونکې لوبو کې نه اچوي.

د دهوني منگولو ته د خلکو هغه وخت پام شو چې په هند کې ځینو رسنیو پرې رپورټونه خپاره کړل او هغه یې د دغه عمل له کبله وستایه. په ټویټر هم د هوني مینه والو د هغه عمل د وطن او پوځ سره مینه وبلله خو په پاکستان کې پرې بیا اعتراضونه وشول.

تر اوسه پورې په خپله دهوني لا څه نه دي ویلي چې د هغه هدف څه و.

د یادونې وړ ده چې هند په نړیوال جام کې خپله راتلونکې لوبه د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا سره کوي.

XS
SM
MD
LG