د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې سفیران کابل ته راستانه شول


د افغان بایسکل چلوونکو ټېم د لاجوردو پر لار تر ۵۶ ورځني سفر وروسته نن چهارشنبه بېرته کابل ته راستانه شول.

یادو بایسکل چلوونکو د لاجوردو له لارې ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ته د سولې پیغام له ځان سره ورساوه.

د افغان بایسکل چلوونکو د ټیم سرپرست محمد صدیق جامي نن چهارشنبه د «غبرګولې پر۲۹مه» کابل ته د یادو کسانو تر رسېدو وروسته وویل، چې د سفر موخه یې تر یادو هېوادونو د سولې او اقتصادي پراختیا پیغام رسول او د لاجوردو له لارې د جنوبي او منځنۍ اسیا او همدارنګه اروپايي هېوادونو ته د وصل د مرکز په توګه د افغانستان د رول روښانه کول و.

نوموړي زیاته کړه:"په دغو هېوادونو کې خلکو او د ورزش مسولینو زموږ له ورزشکارانو څخه تود هرکلی وکړ، په ځانګړي ډول ترکمنستان زیات هرکلی وکړ."

یادو کسانو د ۵۶ ورځو په اوږدو کې ۴۱۲۵ کیلومتره لار ووهله.

دا لومړی دی چې د افغانستان د بایسکل چلوونکو ټېم د سیمې تر هېوادونو د سولې او اقتصادي پراختیا پیغام رسوي.

د لاجوردو لار تېر کال د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان د ټرانسپورټ د وزیر لخوا پرانیستل شوه.

د یادونې وړ ده چې تېر کال د لومړي ځل لپاره په افغاني توکو بار سوداګریز کاروان د لاجوردو له لارې اروپا ته ورسېد.

د افغانستان یو شمېر سوداګر وایي، د لاجوردو تجارتي دهلیز د افغانستان د تجارت په غوړېدو او نړۍ سره د دغه هېواد په نښلولو کې ډېره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG