د لاس رسي وړ اتصالات

مولر: په تحقیق کې می د ټرمپ پرده نده کړې


مولر ۲۲ میاشتې تحقیق کې د ۴۴۸ پاڼو راپور تکمیل کړ.

د حقیقت موندنې د راپور جوړونکی روبرت مولر د چهارشنبې په ورځ (جولای۲۴) په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازو ته د جمهوري ریاست په ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ډونالدټرمپ په پلوۍ، د روسیې د احتمالي مداخلې په اړه نور وضاحت ورکوي.

د روبرت مولر په مشرۍ د تحقیقاتي راپور په اړه د نور وضاحت غوښتلو په ننني (د جولای۲۴) مجلس کې د کانګرس د قضایي چارو کمیټې رئیس جیرالډ نډلر د مولر نه پوښتنه وکړه چې آیا په پلټنو کې ټرمپ بلکل مبرا ګڼلی؟ مولر لمړی وویل نه خو وروسته يي ورزیاته کړه چې جمهور رئیس ټرمپ له هغو اعمالو استثنا ندې ګڼل شوې چې پری ادعاوې شوي دي.

مولر وویل د عدلیې وزارت د پالیسې له مخې، برحال جمهور رئیس مجرم نشي ګڼل کیدلی.
مولر وویل د عدلیې وزارت د پالیسې له مخې، برحال جمهور رئیس مجرم نشي ګڼل کیدلی.

مولر وویل د عدلیې وزارت د پالیسې له مخې، برحاله جمهور رئیس مجرم نشي ګڼل کیدلی نو ځکه يي تحقیقاتي ټیم لمړی پلټنه وکړه چې معلوم کړي څومره امکان شته چې که ټرمپ تورن کړی شي. مولر وویل دا يي معلومه کړه چې جمهور رئیس ګرم ګڼل کیدلی شي خو چې له رسمي دندې پای ته رسولو وروسته.

روبرت مولر دوه ویشت میاشتې تحقیق وکړ او نتیجه يي د ۴۴۸ پاڼو کې راپور دی چې د کانګرس د جمهوري غوښتونکي غړي ډګ کولینز په وینا داسی هیڅ شواهد کې نشته چې ټرمپ دی پری د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د روسانو سره په کومې پټې معاملې چې د جمهوري ریاست واک ته د رسیدو سبب يي شي، ګرم وګڼل شي. دیموکراتان ګمان کوي چې د تحقیقاتو په جریان کې ټرمپ د مولر د پلټنو مخنوی کړې دی.

دا ځل ددی دپاره غوښتل شوی چې د کانګرس یو شمیر غړي ګمان کوي د روبرت مولر په تکمیل شوي راپور کې ځنی مسایل ندي روښانه شوي. که پدې راپورکې داسی خبره پیدا شي چې د روسانو مداخله ثابته کړی شي، نو زیات سیاسي خطر یي جمهور رئیس ټرمپ ته رسیږي چې د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې د بیاځلي بري دپاره ډير په تمه دی.

د نن ورځې مجلس د کانګرس د استازو په مجلس کې ۲۳۵ غړو دپاره همدومره مهم دی چې څومره تر نیمایي زیات يي د جمهور رئیس ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې یا غواړي د استیضاح کولو تحقیقات يي پیل شي. د ټرمپ دا منتقدین ادعا کوي چې جمهوررئیس لوی جرمونه او غیرقانوني اقدامات کړي چې د استیضاح وړ دي او کوشش شوی چې د مولر د دوه ویشت میاشتنې تحقیق مخه بنده کړي.

د ټرمپ دا منتقدین ادعا کوي چې جمهوررئیس لوی جرمونه او غیرقانوني اقدامات کړي.
د ټرمپ دا منتقدین ادعا کوي چې جمهوررئیس لوی جرمونه او غیرقانوني اقدامات کړي.

په سنامجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند اکثریت مشر میچ مکانیل وایي هغه داسی نیت نلري چې د حقیقت موندنې خاص مفتش روبرت مولر دی د امریکا د ۲۰۱۶کال ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنی په خاطر کانګرس ته وضاحت ورکړي. جمهوري غوښتونکو د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې د امریکاعام ولس د مولر د موندنو په اړه پوره معلومات لري.

د سناتور مکانیل په باور، دوئ د مولرخبرې اوریدلي دي وایي ولی باید دا کیسه په وار وار بیا واوري. او فکر کوي د امریکا ولس هم مخکې دا خبرې اوریدلي دي.

بل مخکښ سناتور لیندسي ګراهام وایي دویم ځلي وضاحت غوښتنه به يي نظر بدل نکړي ځکه د مولر نه يي ټول هغه څه اوریدلي چې باید اوریدلی يي وایي او فکر نه کوي که پدې کار د عامو خلکو نظر بدل شي.

خو د امریکا د فدرال ادارې یو پخوانی څارنوال ډیویډ وینستاین وایي، د چهارشنبې په ورځ دوه کمیټو ته د مولر په وضاحت ورکولو کې به کیدی شي جنجالي ناندرې هغه وخت پیدا شي چې که ځنی فرضي پوښتنې مطرح شي. د وینسټاین په باورکه احتمالآ، ځنی فرضي پوښتنې وشي او ځواب يي داسی وي چې د ټولو پام جلب کړي، بیا کیدی شي د استیضاح د پروسې پیلیدو سبب شي.

د بیروني احتمالي مداخلو په شکونو او تحقیقاتو جریان کې، د امریکا د فدرال پولیسو (اف.بي.آی) رئیس کریستوفر رّی هم د سه شنبې په ورځ د سنامجلس عدلي کمیټې ته وویل، همدا شیبه د روسیې په شمول تر بل هر هیواد زیات د امریکا د استخباراتو مقابل کې، چین یو لوی تهدید دی. د چین د بهرنیوچارو وزارت دا تورونه بی أساسه بللي.

XS
SM
MD
LG