د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې دولس کسان په جوماتونو د برید په تور نیول شوي 


جرمني چارواکو په رسمي توګه په دولسو کسانو په جوماتونو د بریدونو او د مسلمانانو د ټپي کولو او وژلو تور لګولی دی.

د څارنوالۍ مقاماتو د جمعې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي: په جوماتونو د دې کسانو د بریدونو او د مسلمانانو ټپي کولو او وژلو څخه موخه په ټولنه کې د یو ډول کورنۍ جګړې شرایطو برابرول و.

د چارواکو په وینا د دغې ډلې غړو به په منظمه توګه د بریدونو د پلان کولو لپاره له یو بل سره لیدل.

د دغې ډلې یو غړي د وسلو د پیرلو لپاره د ۵۰ زرو یورو (۵۹ زره ډالر) پورې مالي مرستې وعده هم کړې وه.

چارواکو ویلي چې ۱۱ تورن کسان دا مهال د پولیسو په قید کې دي او یوازې یو کس یې لا نیول شوی نه دی.‌

همداراز داسې راپورونه هم شته چې د نیول شویو کسانو څخه یو یې د پولیسو په توقیف کې مړ شوی خو د هغه د مړینې په اړه تر اوسه کوم جزییات نه دي ورکړل شوي.

په تیرو څو کلونو کې په جرمني کې د اقلیتونو او د هغوي د ملاتړو خلاف د ښي اړخه سخت دریځو بریدونه ډیر شوي.

څه موده وړاندې د پولیسو چارواکو په برلین کې د پولیسو منسوبینو تر منځ د نژادپرستۍ او تبعیض ډک پیغامونو د تبادلې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی و چې ډیری یې د افریقایي او مسلمان کډوالو په اړه و.

همداراز د نارت راین او ستفالیا په ایالتونو کې چارواکو د روان کال د سپتمبر په میاشت کې د ۲۹ پولیسو افسرانو وظیفې وروسته له هغې وځنډولې چې یو بل ته یې د اډولف هټلر عسکونه لیږلي و.

د جرمني ګڼو سیاستمدارانو له دولت څخه غوښتي دي‌چې د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نژادپرستۍ او تبعیض په اړه څیړنې وکړي ترڅو د ستونزې حل لپاره کوټلي اقدامات واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG