د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې طالبانو سره نښته ١٣ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي


د بغلان سيمه ييز چارواکي وايي د مرکز پلخمري څنډو کې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريد کې ١٣ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي٠

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند جاويد بشارت نن چهارشنبه ډسمبر ١٦ (لېندۍ٢٦)امريکا غږ ته وويل چې وسله والو طالبانو تيره شپه له څو اړخونو څخه په وزير اباد سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو پر امنيتي پوستې بريد کړى و٠

بشارت زياته کړه چې په دغه نښته کې شپږ وسله وال طالبان هم وژل شوي دي٠

پر همدې مهال د بغلان د ولايتي روغتون مشر ډاکتر عين الدين صيادي هم امريکا غږ ته وويل چې دوى ته ١٣ جسدونه او پنځه ټپيان وروړل شوي دي

هغه وويل ياد کسان امنيتي سرتيري دي٠

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

XS
SM
MD
LG