د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا بيا قطعه شوې


د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وايي چې د کابل په صنعتي پارک کې د برښنا نشتون له کبله لسګونه فابریکې تړل شوي‌دي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه وايي چې د کابل په صنعتي پارک کې د برښنا نشتون له کبله لسګونه فابریکې تړل شوي‌دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې دغه هېواد ته د ازبکستان نه وارداتي برېښنا ټکنۍ شوې او د پلازمېنه کابل په شمول د یو شمېر ولایتونو برېښنا بنده شوې ده.

د یادې ادارې په یوې خبر پاڼې کې چې نن جمعه جنوري ۲۲ (سلواغه۳) خپره شوې راغلي دي چې دغه ستونزه د تخنیکي عوارض له کبله پېښه شوې ده.

اعلامیې کې راغلي دي: "د بغلان د ایبک سب ستیشن نه ۵۸ کیلو مټره لیرې د برېښنا د لېږد پایو کې د تخنیکي عوارض له کبله د وارداتي برېښنا لېږد ټکنۍ شوې ده."

د روان ژمي په اوږدو کې لږ تر لږه دا درېیم ځل دی چې د افغانستان په پلازمېنه کابل او ۱۳ نورو ولایتونو کې برېښنا پرې کیږي.

له بلې خوا د برېښنا د لېږد لړۍ کې ستونزې کابل کې د تولیدي فابریکو کار هم په ټپه درولی.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي چې د کابل په صنعتي پارک کې د برېښنا نشتون له کبله لسګونه فابریکې تړل شوي‌دي.

د یادې اتحادیې یو غړی شمس الرحمن احمدزي امریکا غږ ته وویل: "د کابل په صنعتي پارکونو کې د برېښنا نشتون له کبله یوازې په روان ژمي کې لسګونه فابریکې تړل شوي دي. هغه کارخانې چې پاتې دي میلیونونه افغانۍ یې تاوان کړی."

ښاغلي احمدزي زیاته کړه که څه هم حکومت د برېښنا به برخې کې د استانتیاو راوستلو په اړه په ژمنې کړي خو لا هم دغه ستونزه حل نه ده.

د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان نه ۴۶۰ میګاواټه برېښنا اخلي چې ۳۰۰ میګاواټه یې یوازې د کابل لپاره ځانګړې شوې ده.

د وارداتي برېښنا کې د ستونزو له کبله اوس مهال یوازې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستل کیږي چې ټول ټال ۹۴ میګاواټه د نغلو، ۲۲ میګاواټه سروبي، ۴۰ میګاواټه د ماهیپر او ۵۰ میګاواټه د تره خېلو حرارتي دستګاه څخه برابریږي.

افغانستان دا مهال ۷۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، او ایران څخه واردوي، او همدارنګه د خپلې اړتیا وړ یوازې ۳۰ سلنه نوره برښنا له خپلو داخلي منابعو څخه تولیدوي.

په افغانستان کې د برېښنا نشتوالی له جدي ستونزو څخه ګڼل کیږي چې لا هم ګڼ لوی ښارونه په نور مال ډول برېښنا نه لري.

XS
SM
MD
LG