د لاس رسي وړ اتصالات

جمهوري غوښتونکو د ټرمپ سرسخته ملاتړې د ګوند مشره وټاکله


د استازو په مجلس کې د نیویارک استازې، الیس سټیفانک
د استازو په مجلس کې د نیویارک استازې، الیس سټیفانک

د امریکا د استازو په مجلس کې جمهور غوښتونکو د لز چني پر ځای چې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د انتقاد له وجې د ګوند د مشرتابه نه لیرې شوې وه، الیس سټیفانک وټاکه چې د ښاغلي ټرمپ سر سخته ملاتړې ده.

میرمن سټیفانک ۳۶ کلنه ده او د استازو په مجلس کې د نیویارک د خلکو استازې ده. هغه به د میرمن چني پر ځای د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د کنفرانس مشره وي چې ولس ته د ګوند د پیغامونو د رسولو مسؤلیت لري.

د نیویارک ایالت دې ځوانې استازې ویلي چې هغه (ډونالډ ټرمپ) د جمهوري غوښتونکي ټیم مهمه برخه ده او زیاته کړې چې، " زه فکر کوم چې رایه ورکوونکي د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشر ټاکي او جمهور رئیس ټرمپ داسې یو مشر دی چې هغوي یې غواړي."

سټیفانک د استازو په مجلس کې د ښاغلي ټرمپ په دواړو محاکمو کې د هغه دفاع کړې وه.

ډونالډ ټرمپ د استازو په مجلس کې د رایه ګیرۍ نه وروسته چې د تړلو دروازو تر شا وشول، الیس سټیفانک ته د بریا مبارکي ورکړې. ښاغلي ټرمپ پدې هکله په یوې اعلامیې کې لیکلي، " الیس سټیفانک ته دا ستره او پریکنده بریا مبارکه وي. "

سره لدي چي جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې د استازو په مجلس او مشرانو جرګې کې اکثریت وبایله خو د دې تازه رایه ګیرۍ نه داسې معلومیږي چې مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لا هم په ګوند کې نفوذ لري او ښایي چې د ګانګریس د بل کال په انتخاباتو کې هم مهم رول ولري.

XS
SM
MD
LG