د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه یي توکو بیو لوړېدو ته خوشحاله خو راتلونکي ته اندیښمن یو - نیښګر


د نشه یي توکو بیو لوړېدو ته خوشحاله خو راتلونکي ته اندیښمن یو - نیښګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

یو زیات شمیر هغه کاریګر چې د کوکنارو د حاصل د راټولولو دنده په مخ وړي او نیښګر بلل کیږي وايي، نیښ وهل اسانه خو خپل وخت لري.  

یو زیات شمیر هغه کاریګر چې د کوکنارو د حاصل د راټولولو دنده په مخ وړي او نیښګر بلل کیږي وايي، نیښ وهل اسانه خو خپل وخت لري.

د جانان په نوم یو نیښګر چې د ارزګان ولایت اوسیدونکی دی او له کلونو راهیسې د تاریاکو نیښ وهي وايي، په دوو ورځو کې خپل حاصل له تاریاکو اخلي.

جانان وايي:”د نېښ وهلو طریقه داسي ده چې ماسپښين د تریاکو د کوکړیو نېښ وهل پيلیږي چي تر مازیګر پوري دوام کوي چې شپه پرې تېره شي سهار یې حاصلات را ټولول پيلیږي“.

د افغانستان په ټولو هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کر پکې سږ کال شوی دی نيښ وهل پیل شوي او د سویلي ولایتونو په ګرمو سیمو کې خو لا نیښ نور پای ته رسیدلي.

یو زیات شمیر نیښګر د نیښ وهلو له لارې موقت کاروبار پیدا کوي.

جانان وايي، ټول نیښګر پدې اندېښمن دي، که په اینده کې کوکنار بند شي نو دوی به څه کوي.

هغه وویل: ”اوس موږ خوشحاله یو چې کار هم راته شته او د تریاکو نرخ هم لوړ شوی خو راتلونکې ته یې اندېښمن یو چي دا یو زیانمن کښت دی او د راتلونکې لپاره یې دا هم ويل شوي چې پر کښت یې بندیز دی“.

سره له دې چي یاد ګاریګر هم ټولنې ته د تریاکو د زیانونو په اړه اندېښنه ښيي خو وایې چې د عایدو بل هیڅ لار نلري.

که څه هم سږکال په افغانستان کې د تریاکو د کښت دقیق اندازه نده معلومه شوې خو ځمکه وال او د تریاکو کرونده ګر وایې چې سږکال تر نورو کلونو زیات یاد کښت شوی دی.

XS
SM
MD
LG