د لاس رسي وړ اتصالات

د ژورنالیزم محصلینو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر و ننګاوه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شمالي او جنوبي امریکا د سرمشریزې په څنډه کې د ژورنالیزم محصلینو ته د خبرو پر مهال، لدې امله چې امریکا ولې د سعودي عربستان په څېر هیوادونو سره تعامل کوي چې د خبریالانو په وژلو تورن دي، خو نور هیوادونه لکه کیوبا، نیکاراګوا او وینزویلا له مطبوعاتو سره د دوی د چلند له امله محکموي، په تړاو له پوښتنو سره مخ شو.

بلېنکن د امریکا د لاس انجلس په ښار کې د جنوبي او شمالي امریکا د هیوادونو په سرمشریزه کې د دغې سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره لېدنه کوي. خو د کیوبا، نیکاراګوا او وینیزویلا آستازي دې سرمشریزې ته ندي ورغوښتل شوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په لویدیځه نېمه کره کې سږ کال ۱۷ خبریالان وژل شوي، چې له ډلې یې یوولس په مکسیکو کې وژل شويدي.

بلېنکن وویل: (( تر دې د نړۍ هیڅ یوه برخه زیاته خطرناکه نده. د دې په څېر جرمونه په بل هیڅ یو کوچني ځای کې نه ترسره کېږي، ځکه هغه خلک چې د دغه ډول جرمونو د کولو حکم کوي، اکثرا له هغوی پوښتنه نه کېږي او دا حالت څرګندوي چې دغه ډول بریدونه پرته لدې چې مجرمانو ته یې سزا ورکول شي، دوام کولای شي.))

د ژورنالیزم د محصلینو غونډې کې د خبرو پر مهال له بلېنکن څخه پوښتنه وشوه، چې ولې د امریکا نژدې متحد، اسراییل د فلسطیني نژاده امریکايي خبریالې" شیرین ابو اکلیح" د وژل کیدو پيښې په اړه د څیړنو څارنه نه کوي.

بلېنکن وویل: (( زه د شیرین پر مړېنې افسوس کوم. لکه چې تاسې ته معلومه ده، هغه یوه وتلې خبریاله، او امریکايي تبعه وه. او لدغه امله هم موږ د حقایقو د راسپړلو او دا چې څه رامېنځته شو، په اړه د حقیقت موندنې ته ژمن یو. زه په درناوي سره افسوس کوم، چې تر اوسه پورې پدې اړه حقایق ندي معلوم شوي.))

ددې سره سره چې د امریکا ولسمشر جو باېدن ویلي وو چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د واشنګټن پوسټ د خبریال د جمال خاشوقجي د وژلو له امله منزوي کړی، نوموړی سعودي عربستان ته د سفر کولو په اړه فکر کوي. کارپوهان فکر کوي چې دا ازادیو ته د امریکا د ولسمشر د ژمنتیا یوه بله ازموینه ده.

ریچارډ اوسوالډ د ژورنالیزم د ملي انسټیټیوټ د کلوپ غړی دی او وايي: ((د تېلو د بیو د راکمولو هیلې به یقینآ د بشر پر حقونو ولاړې د باېډن د ادارې بهرنۍ تګلارې د درلودلو او په کور دننه د منځنۍ طبقې سره د مرستې د تګلارې د ادعا تر منځ یو جالب ټکر رامنځته کړي. پداسې حال کې چې په امریکا کې مېنځنۍ طبقه یو ګېلن تېل په څلور، پنځه او یا شپږ ډالرو له اخېستلو کرکه کوي.))

څېړونکي وايي چې د تېلو زیاتېدونکي نرخونه ممکن د سعودي عربستان له ولیعهد سره د باېډن غونډې کولو په اړه د دریځ د بدلون یو لامل وي.

XS
SM
MD
LG