د چین د شنګهای ښار د عامې روغتیا یوه چارواکي نن یکشبنې جولای ۱۰ (چنګاښ ۱۹) وویل چې په دغه ښار کې د کرونا داسې پېښه ثبت شوې چې د کرونا د اومیکرون یوه نوې بڼه (BA.5.2.1) ښيي. له دې سره د چینايي چارواکو له خوا د کرونا د لمنځه وړلو هڅې له خنډ سره مخامخ شوي دي.
د شنګهای د عامې روغتیا د کمیسیون مرستیا، ژاو ډنډان وویل چې دا نوې پېښه د جولای په اتمه، ددغه ښار د پونډونګ په سیمه کې ثبت شوې ده او له بهر سره تړاو لري.
شنګهای چې د چین په ختیځ کې پروت دی، تېره میاشت د کرونا د وبا له امله لګېدلي دوه میاشتني بندیزونه ختم کړل. خو ځینې محدودیتونه لا پر ځای پاتې دي. د ښار چارواکي د وبا د نوې پېښې د ثبتېدو په صورت کې د پیښې ځای تړي.
ژاو ډنډان وايي: "په ښار کې د کرونا تازه پیښې ثبت شوي دي او په ټولنه کې ددې وبا د خپرېدو خطر لا تر اوسه ډیر لوړ دی."
هغه وویل چې د شنګهای د ډیرو ښاري سیمو اوسېدونکي به د جولای له ۱۲مې څخه تر ۱۴مې پورې معاینه کیږي چې د وبا د نویو بڼو د خپرېدو مخنیوی وشي.
د چین د ناروغیو د مخنیوي اداره وايي چې د کرونا د اومیکرون (BA.5) بڼه چې په دې وروستیو کې په ډیرو هېوادونو کې خلک پرې اخته شوي دي، د لومړي ځل دپاره د روان کال د مۍ په ۱۳مه په چین کې ثبت شوه. یو ۳۷ کلن کس چې له یوګانډا څخه راغلی و، د کرونا په دغې بڼې اخته و.
په چین کې د کرونا د مخنیوي مسوولینو نن وویل چې د اومیکرون ددې نوې بڼې د خپرېدو وړتیا ډېره زیاته ده او قوي معافیت لرونکي انسانان هم پرې اخته کېدای شي.
ددغو چاروکو د وینا له مخې، د کرونا ضد واکسین د وبا ددغه قوي بڼې پر وړاندې اغېزناک دی او واکسین شوي خلک نه ناروغ کوي.