د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس بایډن مخ په ښه کېدو دی- سپینه ماڼۍ


سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور رئیس جو بایډن، چې تېره اونۍ یې د کوویډ-۱۹ پایله مثبته وه، اوس مخ په ښه کېدو دی.

جمهور رئیس بایډن د کرونا ویروس ضد واکسینونه بشپړ کړي او دوه ځله یې تقویتي واکسین هم کړی دی. روغتیاپالان وايي چې دغو واکسینونو د جمهور رئیس سره د سختې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته کړې ده.

تېره پنجشنبه، سپینې ماڼۍ خبر ورکړ چې ۷۹ کلن جمهور رئیس د کوویډ-۱۹ پایله مثبته ده او ګمان کېږي چې نوموړی به د کورونا ویرس په (BA.5) ډول باندې اخته وي، کوم چې اوس په متحده ایالاتو کې ډېر شوی دی.

سپینې ماڼۍ د هغه د ناروغۍ نرمښت د واکسین ګټه وبلله.

د سپینې ماڼۍ د کوویډ-۱۹ د مخنیوي د چارو همغږه کوونکی اشیش جها وايي چې جمهور رئیس بایډن دا وخت یوازې نرمه تنفسي ناروغي لري او هغه درمل خوري چې په پراخه کچه د امریکایانو لپاره هم شته.

سپینه ماڼۍ وایي چې بایډن د ۱۷ کسانو سره له نږدې کتلي دي. اشیش جها وایي چې د شنبې تر ناوخته پورې په دغو کسانو کې د هیڅ یوه د ازموینې پایله مثبته نه وه.

جها وايي، له دغو کسانو سره تماسونه نیول شوي او هغوی ټول د ناروغیو د مخنیوي د مرکز (CDC) پر لارښوونو عمل کوي.

په عین وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د بیزوچیچک خپرېدل د نړیوالې روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي چې د بایډن اداره هم په پام کې لري چې ددغې ناروغۍ د خپرېدو په ځواب کې د عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړي، خو تر اوسه وروستی تصمیم ندی نیول شوی.

XS
SM
MD
LG