د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د ګوړې نوې ګاڼۍ


په لغمان کې د ګوړې نوې ګاڼۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د "دوو سرکې" په سیمه کې د ګوړې ګاڼۍ لرونکي وايي، سږکال د ګوړې بازار ښه دی او له لرې ولایتونو څخه هم دلته د ګوړې د اخېستو لپاره خلک راځي.

دا لومړی ځل دی، چې د لغمان په ځینو برخو کې د ګنیو د کر او همدا راز د دې ولایت اړوند "دوو سرکې " سیمه کې د ګوړې ګاڼۍ فعالیت پېل شوی دی. د دې ګاڼۍ مسول عبدالرحمن وايي، چې یو من ګوړه تر ۶۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي او آن تر هلمنده يې خلک پېرې.

دی وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله يې څه نا څه بازارونه خراب شوي دي، خو په وینا يې چې بیا هم ښه ده ورسره کاریګرو او د دوی ښه مزدوري په کې کېږي. د عبدالرحمن په خبره، چې د ورځې تر ۵۰ منو پورې ګوړه تولېدوي او هره ورځ پلورل کېږي، خو که کومه ورځ پاتې شي هغه بیا په بله ورځ خلک پېرې. هغه وايي، څو کسان ورسره د ګوړې په تولېدي کارخونه کې په کار بوخت دي او هر مزدور کار ته د ورځې په حساب مزدوري ورکوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، چې د ننګرهار له کامې، بهسودو او یو شمېر نورو سیمو ورته ګنې راځي او سږ کال لغمان کې هم ځینو سیمو کې ګني کرل شوي و.

XS
SM
MD
LG