د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لا هم د نړۍ د فاسدو دولتونو د لست په سر کې دی


د شفافیت نړیوالې ادارې خپل د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ
د شفافیت نړیوالې ادارې خپل د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ

د شفافیت د نړیوالې سازمان د تازه راپور په اساس نیوزلنډ له فساد نه تر ټولو پاک او سومالیا په فساد کې تر ټولو ډوب دولتونه ښودل شوي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (فبروري۲۱) د تر ټولو فاسدو او له فساد نه تر ټولو پاکو دولتونو نوملړ خپور کړ. دا راپور د ۲۰۱۷ کال دی.

د راپور په اساس افغانستان، سوریه، جنوبي سوډان او سومالیا د نړۍ هغه څلور دولتونه دي چې اداري فساد په کې د نړۍ تر هر بل هیواد زیات دی. د شفافیت نړیوالې ادارې د ۱۰۰ او صفر ترمنځ دولتونو ته نومرې ورکړي دي. په دې حساب ۱۰۰ تر ټولو پاک دولت او صفر تر ټولو فاسد دولت بلل کیږي.

افغانستان سره له دې چې د دوو مخکنیو کلونو په پرتله د فساد پر ضد مبارزې کې پرمختګ کړی دی، خو په تازه درجه بندۍ کې یې له ۱۰۰ څخه ۱۵ شمیره وړ ده او په لست کې ۱۷۷ فاسد دولت دی.

له افغانستان وروسته سوریې له ۱۰۰ څخه ۱۴، جنوبي سوډان ۱۲ او سومالیا ۸ نومرې وړي او د نړۍ تر ټول فاسد دولتونه یاد شوي دي.

افغانستان ته په ۲۰۱۶ کال کې هم ۱۵ نومرې ورکړل شوې وې، خو په ۲۰۱۵ کال کې ۱۱ او په ۲۰۱۴ کې ۱۲ نومرې ورکړل شوې وې.

راپور وايي چې په افغانستان کې د ځینو تګلارو په ځانګړې ډول د ګمارنې او تقررۍ د تګلارو په بدلولو سره د فساد ضد مبارزې نتیجه ورکړې ده.

د شفافیت د نړیوالې ادارې د راپور په اساس پاکستان ته ۳۲ نومرې ایران۳۰ نومرې وړي دي. په ترتیب سره پاکستان د نړۍ ۱۱۷ او ایران د نړۍ ۱۳۰ فاسد دولتونه ښودل شوي دي.

له فساد نه پاک تر ټولو ښه دولت نیوزلنډ راغلی دی. نیوزلنډ له ۱۰۰ څخه ۸۹ نومرې وړي دي. په نیوزلنډ پسې ډنمارک ته ۸۸ او فنلډ ته ۸۵ نومرې ورکړل شوې او د نړۍ دویم او درېیم پاک دولتونه ښودل شوي دي.

په افغانستان کې د ملي یوالي د نوي حکومت په راتګ سره د فساد په ضد د مبارزې قوې ژمنې وشوې خو داسې ښکاري چې په دغه هېواد کې له فساد سره مبارزه لا ډېر وخت او قوي تګلارې غواړي.

XS
SM
MD
LG