د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنایي جرمونو زیاتوالی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د تیر کال په پرتله جنایي جرمونه ډیر شويدي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ سره په مرکې کې د جنایي جرمونو دقیق شمیر ونه ښود خو زیاته یې کړه چې د تیر په پرتله په لویو ښارونو کې " غلا، واړه جرمونه، د موبایل ټیلیفونونو غلا او د موټرو غلا زیاته شویده." ښاغلي دانش همدرانګه وویل چې لوی تنظیم شوي جرمونه یو څه کم شویدي.
د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنایي جرمونو زیاتیدو او د امنیتي وضعیت خرابیدو خصوصي سکتور هم اندیښمن کړی.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د شورا عمومي مشر میر افغان صافي امریکا غږ ته وویل چې " په ټول افغانستان او په ځانګړي ډول د کابل په ښار کې د پانګه اچونکو امنیت خوندي ندی."

ښاغلي صافي همدرانګه وویل چې د نا امنیو د زیاتیدو له وجې د خصوصي سکتور پانګه اچوونکي په ډاډه زړه د کار تر ځایه ولاړ شي او په ځینو وختونو کې د هغوي ماشومان هم نشي کولی چې ښوونځي ته ولاړ شي.

د صرافانو د شورا دغه چارواکي همدرانګه وویل چې له یوې خوا پانګه اچوونکيد جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا حکومت د هغوي د وسلو د جواز په نوي کیدو کې همکاري نکوي. د ښاغلي صافي پر وینا دغه حالت د هغوي ژوند لا پسې د خطر سره مخ کړی.

د افغانستان په لویو ښارونو کې د جنایي جرمونو او نا امنۍ په هکله اندیښنې پداسې وخت کې ډیرې شوي چې د همدې تیرې دوشنبې (اګست ۲۷) وسله والو کسانو چې معلومه نده څوک به و،د افغانستان د هوایي ځواک دوه پیلوټان د کابل په یوې خوندي سیمې کې ووژل.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې پیلوټانو د وژلو ادعا نده کړې.

XS
SM
MD
LG