د لاس رسي وړ اتصالات

د چارو د ادارې د یو غړي د بربنډ شوي لیک په اړه د ارگ غبرگون


د افغانستان د چارو د ادارې د یو لوړپوړي غړي د "توپیري" بربنډ شوي یاداشت په غبرگون کې جمهور رئیس غني څارنوالۍ ته امر کړی چې په دې هکله دې هر اړخیزې پلټنې وشي.

ارگ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خولې لیکلي چې د افغانستان لویه څارنوالي "هر اړخیزې څیړنې وکړي او ددې زښت چلند د عامل او یا لاملونو د تشخیص لپاره اقدام وکړي او د هیواد د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو د حکومونو په رڼا کې د هغه په اړه اقدامات وکړي."

‎په هغه یاداشت کې چې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې د څارنې او ارزیابۍ ریاست مرستیال ثواب الدین مخکښ ته منسوب شوی راغلي دي چې د افغانستان "غیر پښتون" اوسیدونکي په دې اداره کې په نمایشي توگه مقرر شي تر څو چې ددې ادارې پښتانه کارونکي په چارو کنترول ولري.

په دې سند کې د څو پښتنو کارکوونکو نومونه یاد شوي او ټینگار شوی چې د هغوی ملاتړ وشي او همداشان په دې ټینگار شوی چې د جمهوري ریاست ارگ ته د تللو اجازه یواځې هغو کسانو ته ورکړل شي چې "د باور وړ وي او نه زمونږ مخالف”.

ددې یاداشت د خپریدو په غبرگون کې د افغانستان جمهور رئیس د جمعې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې "توپیري چلند، فکر او عمل په ټولو برخو کې په ځانگړې توگه د حکومتي دستگاه دننه شدیداً محکوموي او هیڅ بنیاد او شخص ته د ملي وحدت، یووالي او د افغانستان د قومونو او خلکو د اتفاق د خربولو اجازه نه ورکوي."

جمهور رئیس همداشان ویلي دي چې ”د افغانستان ښکلا، قوت او ثبات ددې باعزته خاورې د برابرو او مساوي قومونو او خلکو په شتون کې دی او ما ته له دې بل ستر ویاړ نشته چې په افتخار سره د هغوی استازیتوب وکړم."

د افغانستان په رسنیو کې ددې یاداشت له خپریدو وروسته د ټولنیزو رسنیو کارونکو او ددې جملې نه د افغانستان د حکومت یو شمیر پخوانیو مقاماتو د ښاغلي مخکښ پر چلند باندې انتقادونه وکړل.

ښاغلي مخکښ د خپل یاداشت له بربنډیدو وروسته استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG