د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست ښار پراخیږي


د خوست ښار د تڼیوال پارک

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا د یکشنبې په ورځ (اکتوبر ١۴) د خوست ښار ماستر پلان تصویب کړ.

د خوست ښار پدغه ماستر پلان کې د جوماتونو، ورزشي میدانونو او د محصلینو د لیلیې جوړدینه شامله ده او هدماشان پدې غونډه کې د خوست د صنعتي پارکونو او هوایي ډګر د ستونزو پر حل ټینګار شوی دی.

ښاغلي غني د خوست ښاروالۍ پلاوي ته لارښونه کړې چې د خصوصي سکتور سره په همغږۍ د خوست کمپلکس د تطبیق په برخه کې کار وکړي او په خوست کې د استوګنې کورونو د جوړولو لپاره باید مناسبه ځمکه برابره شي.

د خوست ښار په ماستر پلان باندې د غور تر څنگ ښاغلي غني د خوست ولایت د طبیعي منابعو ارزښت ته اشاره وکړه او د کانونو وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې ددې ولایت د کرومایت کان په اړه عملي پلان جوړ کړي.

د خوست ښاروال انجنير عبدالبصير محمدزي ددغه ماسټرپلان د جزییاتو په هکله د امریکا غږ سره په مرکه وویل:

جمهور رئیس غني همداشان د خوست ولایت د جلغوزیو څخه د موثرې استفادې لارښوونه وکړه او وویل چې راتلونکی کال به له خوست څخه بهر ته د جلغوزیو صادرات پیل شي.

د جمهور رئیس په مشرۍ د ښاري پراختیا عالي شورا په غونډه کې د ښار جوړولو وزارت مسوولینو د پیروزي ښارګوټي، د حیرتان او کندز د غالیو اوبدونکو، د دارالامان کمپلکس او پنځه مکروریانو او همداشان د ګلستان او غزني ښارګوټي د کار د پرمختګ په اړه معلومات او د لا زیاتو اقداماتو ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG