د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره په مبارزه کې د ځوانانو ونډه


د ننګرهار ځوانانو چارو آمر مطیع الله احمدزی وایي چې په دې ولایت کې یې د مخدره موادو کاروبار، کرکېلې او کارولو پر ضد مبارزه لا پسې جدي کړې ده .

هغه وایي چې دوی د ځوانانو له شوراګانو سره په همغږۍ د مخدره موادو پرضد له نورو دولتي ادارو سره اوږه په اوږه کار کوي او هڅې یې اغېزناکه دي.

احمدزي وویل چې دوی ځوانانو او نورو خلکو ته د مخدره موادو زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکوي او د ځوانانو ټولنې یې پر دې قانع کړي چې د خپل کاروفعالیت په سیمه کې دې د مخدره موادو کاروونکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

ده زیاته کړه چې ځوانانو سره یې هوډ کړی چې حتی د مخدره موادو قاچاق کوونکو پر وړاندې هم حساس اوسي او تر خپلې وسې یې مخنیوی وکړي.

د ننګرهار ځوانانو چارو آمر وایي چې دوی پر ښاري سیمو سربېره په ولسوالیو کې هم د عامه پوهاوي غونډې جوړې کړي او په هره ولسوالۍ کې یې د ځوانانو چارو آمریت استازو ته سپارښتنه کړې چې له هرې ممکنه لارې دې د مخدره موادو پر ضد ځوانان همغږي کوي.

په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره په مبارزه کې د ځوانانو ونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

دی وایي چې ډېره هڅه یې په ولسوالیو کې د ځوانانو ویښتیا ته ده چې د نشه یي توکو کارولو مخنیوی وکړي او د کوکنارو کرکېلې مخه ونیسي

ده وویل چې د ولسوالانو په مرسته کروندګر او قومي مخور یې په غونډو کې ګډون کوي او تر ډېره یې پایلې ښې دي.

د ننګرهار ځوانانو چارو آمر له مرستندویه مؤسساتو غواړي چې په لرې پرتو هغو ولسوالیو کې دې مرستندویه فعالیتونه وکړي چې د مخدره موادو کرکېله په کې تر نورو ډېره ده .

XS
SM
MD
LG