د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه


نن د سه شنبې په ورځ (اګست ۶) د معلولینو د نړیوالو لوبو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه له پاکستان څخه وګټله.

په دغه لوبه کې اففانستان لومړی بیټنګ کړی او په ۱۶ اوروونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځیدوسره ۱۴۲ منډې کړې وې. د پاکستان لوبډلې په ځواب کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یواځې ۱۱۶ منډې جوړې.

لوبه د ۲۰ اورونو وه خو د باران له کبله ۱۶ اورونو ته کمه شوه. د امریکا غږ د افغانستان د معلولینو د لوبډلې مالي ملاتړې ده.

د افغانستان لخوا احمدالله احمدزي په ۳۶ توپونو د درې شپږیزو او شپږ څلوریزو پر مټ ۶۰ منډې جوړې کړې وې. همداراز جمیل شاه مندوزي په ۳۷ توپونو ۴۷ او اشرف خان کریمي په ۱۷ توپونو ۲۵ منډې کړې وې.

د پاکستان په لوبغاړو کې حسنین عالم تر تولو ډیرې منډې وکړې، هغه په ۲۸ توپونو کې ۳۵ منډې وکړې.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې تر ټولو غوره توپ اچوونه شیرین آغا وکړه. هغه په څلورو اورونو کې یواځې ۲۸ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول.

د دغې بریا سره افغانستان په دوو پرلپسې بریالتوبونو وروسته په جدول کې لومړی مقام خپل کړی. افغانستان تر دې مخکې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه وه.

ټاکل شوې اففانستان به خپله دریمه لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ (اګست ۷) د کوربه هیواد انګلستان په خلاف تر سره کوي

XS
SM
MD
LG