د لاس رسي وړ اتصالات

د حکمتیار په څرگندونو باندې د عبدالله سخته نیوکه


ډاکتر عبدالله ویلي دي چې "واقعاً د نوم د اخیستلو حیثیت نلري چې نوم یې په ژبه واخلم."

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پنجشنبه ناوخته د اسلامي حزب د مشر گلبدین حکمیتار د نوم له ذکر کولو پرته په بیسارې توگه پر هغه نیوکه وکړه.

ښاغلي عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت ته سفر کړی و ددې ولایت د طبیعي پیښې مصیب ځپلو ته په خپله وینا کې وویل چې "متاسفانه داسې کسان شته چې کله مکروفون ته ودریږي، هیروي چې د یو مسلمان، یو انسان او یو هیوادوال په توگه څه مسؤلیت لري."

ډاکتر عبدالله همداشان وویل "ددې هیواد اوسیدونکو یا ددې هیواد یو شمیر خلکو ته یې د حیوان خطاب وکړ. زه یې نوم نه اخلم ځکه د نوم د اخیستلو حیثیت نلري چې نوم یې یاد کړم."

څو ورځې دمخه گلبدین حکمتیار په الکترونیکي تذکرو کې د افغان د نوم د لیکلو په هکله د یو شمیر سیاسي ډلو په غبرگون کې وویل "که څوک د افغانستان او افغان نوم نه مني، کولای شي د تذکرې له اخیستلو ډډه وکړي. همدومره حق لري، له دې نه زیات نه. کولای شي په افغانستان کې پرته له تذکرې، سند او پاسپورت ژوند وکړي. مونږ ډیر څاروي لرو چې نه تذکره، نه پاسپورت او نه مجوز لري. {د بریښنایي تذکرې د ویش مخالفین} هم کولای شي چې پرته له پاسپورت او ویزې دلته ژوند ولري."

د حکمتیار اسلامي حزب او د جمعیت اسلامي حزب چې یو وخت یې ډاکتر عبدالله لوړپوړی غړی و په نوېیمه لسیزه کې په افغانستان په ځانگړې توگه په کابل ښار کې په سختو خونړیو نښتو کې ښکیل وو.

XS
SM
MD
LG