د لاس رسي وړ اتصالات

د عامه نظم ځواکونه د ملي دفاع وزارت سره گډ شول


د افغانستان د عامه نظم قومانداني د کورنیو چارو د وزرات نه د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شوه.

ولسمشر اشرف غني په دې موخه وویل چې د دغې پریکړې هدف یې د یوې واحدې قومندې جوړیدل دي. ولسمشر زیاته کړه چې دغه اقدام به د کورنیو چارو وزارت ته فرصت برابر کړي چې په خپلې اصلې دندې چې د قانون نافذول دي، توجه وکړي.

د افغانستان ولسمشر غني دغه اعلان د ملي وزارت د دفاع په مقر کې په خاصو مراسمو کې وکړ.

ولسمشر غني د واحدې قوماندې د جوړیدو په اهدافو او اهمیت خبرې وکړلی او وې ویل, "ولس، دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید واحد صف ولري. نن د ویاړ ځای دی چې ولس په بیسارې توگه د خپلو ځواکونو ملاتړ کوي."

ولسمشر غني دغه مهال د افغان قواوو ستاینه هم وکړه او وې ویل چې د افغان ځواکونو د وړتیا او ظرفیت له کبله وسله وال مخالفین په خپلو اهداو ترسره کولو کې ناکامه شویدي.

په دغو مراسمو کې د عامه نظم د قوماندانۍ د انتقال د پروسې اسناد د ولسمشر په مخکې د کورنیو او د ملي دفاع وزیرانو لاسلیک کړل.

XS
SM
MD
LG