د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیايي-افغان په ملبورن کې په موټر پر خلکو برید کړی


پولیس وايي داسې نښه نشته چې وښيي پېښه ترهګریز برید و
پولیس وايي داسې نښه نشته چې وښيي پېښه ترهګریز برید و

د استرالیا د ملبورن په ښار کې یو افغان-استرالیايي سړي پر پلیو خلکو موټر خيژولی او شاوخوا ۱۹ کسان یې ژوبل کړي دي.

پولیس وايي ۳۲ کلن بریدګر دماغي ناروغ دی او ګمان نه کیږي چې دا پېښه دې د ترهګرۍ سره تړلې وي. پولیس دا هم وایي چې بریدګر په نشو هم روږدی دی.

عیني شاهدان وایي تر برید مخکې یې موټر لیدلی و چې سرعت یې په ساعت کې شاوخوا ۱۰۰کیلو میتره و.

پولیسو د برید کوونکي په هکله نور معلومات ندي ورکړي او یوازې یې همدومره ویلي دي چې "اصلاً افغان دی او د فزیکې حملې، مخدره موادو استعمال او دماغي ناروغیو سابقه لري".

د استرالیا د ویکتوریا ایالت د پولیسو کمېشنر شان یاتون وايي "داسي شواهد ندي تر لاسه شوي چې وښیي برید د ترهګرۍ سره کوم تړاو لري".

پېښه د ملبورن د فلیندر په سیمه کې شوې ده، دغلته خلک د ۲۰۱۸ کال د جشن لپاره سوداوې کولې چې په موټر ووهل شول. سیمې ته د پولیسو تر رسېدو مخکې خلکو موټروان له موټر څخه ښکته کړی او نیولی و.

بریدګر اوس د پولیسو په توقیف کې دي. دا په روان ۲۰۱۷ کال کې دویم ځل دی چې په اسټرالیا کې داسې یوه پېښه کیږي.

د جنورۍ په میاشت کې یو بل کس د دغه ښار د بورکي په سیمه کې پر خلکو موټر وخيژوه، شپږ تننه یې ووژل او ۳۰ نور یې ژوبل کړل. ولیس وویل چې بریدګر رواني ناروغ وي.

XS
SM
MD
LG