د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې د تنهایۍ وزیر ټاکلی


د برتانیې حکومت د هغو خلکو لپاره چې یواځي وي، وزیر ټاکلی دی چې د هغوي د ستونزو حل کولو کوښښ به کوي.

په برتانیه کې په لسو کې یو تن یواځي ژوند کوي یا تنها دی.

ټریسي کراوچ چې د لوبو وزیره ده، هغه به اوس د تنهایۍ یا یواځیتوب د وزارت سرپرستي هم کوي. جو کاکس په ٢٠١٦ کال کې د تنهایۍ سره د مبارزې د دغه کمیسیون اساس کیښود.

د برتانیې صدراعظمې ټیریسا می د چارشنبې په ورځ وویل "یواځېتوب د ډیرو خلکو لپاره د عصري وخت یوه لویه مسله ده. زه غواړم چې د ټولنې د دې مسلې په هکله اقدامات وکړم. مونږ ټول باید د دې مسلې د حل لپاره کار وکړو چې په خاصه توگه ورسره زمونږ مشران، خیال ساتونکي او هغه کسان چې خپل محبوب کسان یې بایللي وي، مخ دي "

اغلې می زیاته کړه چې مونږ به د هغو خلکو لپاره دغه کار کوو چې هیڅ څوک نه لري چې ورسره خبرې وکړي او خپل فکر او تجربه ورسره شریکه کړي.

د برتانیې د سره صلیب کمیټه وایي چې په دغه هیواد کې لږترلږه نهه ملیونه خلک یواځي دي. برتانیه دا اوس وخت ٦٥.٦ ملیونه نفوس لري.

په برتانیه کې هغه خلک چې عمرونه نه یې د ٧٥ کلونو نه پورته وي، وایي چې دوي یواځي اوسیږي او تقریبا دوه لکه ضعیف کسان وایي چې د شاوخوا یوې میاشتې راهېسې یې د چا سره خبرې نه دي کړي.

کراوچ د بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې د ټولنې نه بیلیدل او تنهایي د خلکو په رواني او فزیکي روغتیا ډیر سخت اثر لري او مونږ غواړو چې دغه مسلې ته پام وکړو.

XS
SM
MD
LG