د لاس رسي وړ اتصالات

ټوني بلیر: د امنیت پرځاې دې د سختدریځۍ ریښې ختمې شي


د برتانیې پخواني صدراعظم ټوني بلیر وایي چې د اسلامي سخت دریزه ډلو خطر مخ په زیاتیدو دی او د مخنیوي لپاره یې چې اوس کوم اقدامات کیږي، کار نه ورکوي.

ټوني بلیر ویلي دي چې د سخت دریزۍ د ریښو سره د مبارزې لپاره پکار ده چې په نړیواله کچه تګلاره جوړه شي.

ښاغلي بلیر ویلي دي چې یوازې امنیت کافي ندی چې د تروریستي بریدونه مخه پرې ونیول شي بلکې حکومتونو ته په کار ده چې د سخت دریزۍ ریښې ختمې کړي.

د ټوني بلیر ادارې په یو راپور کې ویلي دي چې اوس مهال په نړۍ کې 121 سخت دریزه اسلامي ډلي فعالیت کوي. پدې راپور کې ویل شوي چې تیر کال همدې ډلو 84 زره کسان وژلي دي چې اکثریت یې په سوریې، عراق، افغانستان، سومالیې او نایجریا کې وژل شوي.

ټوني بلیر همدارنگه وایي نړۍ هر کال په ملیاردو ډالر په هوایي ډګرونو کې په امنیتي چارو او تروریزم سره په مبارزې مصرفوي خو د سخت دریزې د مفکورې سره په مبارزې هیڅ مصرف نه کیږي.

هغه وایي په کار ده چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې په تعلیم، پراختیا او نورو برخو کې پانګه واچول شي او هم دې د هغو هیوادونو سره مالي مرسته وشي چې د سخت دریزۍ د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي

XS
SM
MD
LG