اروپايي ټولنې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه پرېکړه غندلې ده چې امریکایي ځواکونو ته د پرسونل ضد ماینونو د استعمال اجازه ورکوي.
د اروپايي ټولنې د دیپلوماسۍ مشر جوزوف بورریل وايي: "د پرسونل ضد ماینونو استعمال په هرځای او هر وخت کې او د هر چا له لوري چې وي، اروپايي ټولنې ته د منلو نه دي."
د امریکا مخکني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۴ کې د کوریا په ټاپو وزمه کې د پوځي هدف لپاره د پرسونل ضد ماینونو په استعمال بندیز ولګوه.
خو د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس ولسمشر ټرمپ دا بندیز اوس لېرې کړی دی.د ښاغلي ټرمپ ادارې ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت پنټګان به د ماینونو د استعمال او کارولو تګلاره جوړوي.
خو اروپايي ټولنه وايي چې پر دا ډول ماینونو بندیز په تېرو دوو لسیزو کې لسګونه زره انسانان له مرګه ژغورلي دي.
د پرسونل ضد ماینونه پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال او بیا د افغانستان د کورنۍ جگړې پر مهال د متخاصمو ډلو له خوا ډېر وکارول شول چې لا هم د چارواکو په وینا افغانان وژني.
څه موده مخکې له پېښو سره د مبارزې په برخه کې د دولت وزیر اقا فهیم امریکا غږ ته ویلي وو چې په افغانستان کې د میاشتې ۱۱۸ افغانان د ماین او ناچاودیدلو توکو په چاودنو کې مړه او ټپیان کیږي.
نوموړي ویلي وو چې په افغانستان کې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې، چې د ملګروملتونو د ماین پاکۍ پروګرام پیل شوی، ۷۳۳زره ماینونه د افغانستان په ۲۸۳۸ کیلو مترو ځمکه کې پیدا او خنثی شوي دي.
خو د ښاغلي فهیم په خبره لا هم په دغه هیواد کې پر ۱۴۵۰ کیلو متره مربع ځمکه کې ماینونه او ناچاودیدونکي توکي ښخ او شته دي.