د لاس رسي وړ اتصالات

لیبرا: د فیسبوک ډیجیټل پیسې


د فیسبوک شرکت د لیبرا په نوم په خپلو ډیجیټل پیسو له پانگونې څخه پرده پورته کړه.

د دغې ډیجیټل پیسې په اړه تیره میاشت ځینې ګونګوسي وو، خو په رسمي توګه یې جزییات نه و اعلان شوي.

فیسبوک او شریکانو یې په وروستیو کې د لیبرا ټولنې په نوم یو سازمان جوړ کړی چې د دغې پروژې ټولې تخنیکي برخې څیړي.

د لیبرا ټولنه وایي چې ددغو ډیجیټل پیسو څخه یې مرام د هغو میلیاردونو کسانو سره مرسته کول دي چې بانکي حساب نه لري. ددغو پیسو څخه به خلک د یو بانکي حساب په شان کاراخیستلی شي.

تر دې وړاندې د تیرو څلورو کلونو راهیسې فیسبوک د هغو ګیمونو لپاره چې په فیسبوک کې کارول کیږي، د کردتس په نوم یوه مجازي پیسه کاروله.

د فیسبوک اجرایي رئیس، مارک زکربرګ وایي چې غواړي په نړۍ د پیسو لیږدول لکه د عکسونو لیږلو په شان اسانه کړي. هغه وایي چې د لیبرا پیسو پروژه هم د دغو هڅو یوه برخه ده.

اټکل کیږي چې دغه پروژه به لا ډیر خلک فیسبوک ته جذب کړي.

سره له دې چې فیسبوک د دغې پروژې بنسټ ږدي خو مستقیم کنټرول به یې د هغې په لاس کې نه وي.

په دغې پروژې کې د ماسټر کارت، ویزه، پې پل، اوبر، اې بي، وودافون او مرسي کورپس په شان شرکتونه هم شامل دي.

دغه ټولنه هیله لري چې خپل غړي سلو ته ورسوي او له هر غړي یې توقع ده چې تر ۱۰ ملیون ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د دغې ټولنې مرکزي دفتر په سویس کې دی او د فیسبوک کاروونکي هیله لري چې د لیبرا پیسو پروژه به د راروان کال تر نیمایي پورې بشپړه شي.

XS
SM
MD
LG