د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت وغځوه


د افغانستان په شمال کې جرمني قواوی د تمرین په حال کې
د افغانستان په شمال کې جرمني قواوی د تمرین په حال کې

د جرمني حکومت وايي په افغانستان، مالي او څو نورو هیوادونو کې خپل پوځي ماموریت نه ختموي.

د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل کابینې افغانستان، مالي او څو نورو هیوادونو ته د دریو میاشتو لپاره د خپلو پوځیانو د استول پروسه په داسې حال کې وغځوله، چې میرمن مرکل د نوي حکومت د جوړولو هڅه کوي.

د جرمني خبري اژانس د رپوټ له مخې د انگلا مرکل کابینې همداشان په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش پر ضد د جرمني د هوایي ځواک د اکتشافي پروازونو د دوام پریکړه هم کړې ده او ویلي یې دي چې د عراق په شمال کې به د کردي ملیشو روزنې او نورو ماموریتونو ته هم دوام ورکړي.

د جرمني د کابینې دغه پریکړه د هغه هیواد د پارلمان تائید ته اړتیا لري، خو داسې بریښي چې پارلمان کې به ورسره مخالفت ونشي.

جرمني په عادي توگه دغه ماموریتونو د یو کال لپاره غزوي خو د سپتامبر د انتخاباتو له گټلو وروسته میرمن مرکل د نوي حکومت د جوړولو هڅه کوي.

د دریو میاشتو لپاره ددغو ماموریتونو غزول مېرمن مرکل ته پوره وخت ورکوي چې د نوي حکومت له جوړیدو وروسته ددغه موضوع په اړه مناسبه پریکړه وکړي.

جرمني په افغانستان کې ٩٨٠ سرتیري لري چې اکثر یې د افغانستان په شمال کې میشت دي چې د نړیول تروریزم سره د مبارزه او له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG