د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني نور کډوال هم شړي


جرمني د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېرو کډوالو ته پناه ورکړې ده
جرمني د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېرو کډوالو ته پناه ورکړې ده

د جرمني حکومت له هسپانیا سره نوی تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې نور کډوال هم له جرمني څخه شړل کیږي.

د کډوالو د شړلو دا نوې پرېکړه په جرمني کې دننه د کډوالو پر سر د پېدا شویو سیاسي اختلافاتو د ختمولو لپاره یو نوی اقدام دی.

انکېلا مېرکل د پناه غوښتونکو د منلو له کبله په کور دننه له سختو سیاسي فشارونو سره مخامخ ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الینور پیترمن د چهارشنبې په ورځ (اګست۸) وویل چې نوی تړون به د یکشنبې په ورځ عملي شي. د تړون له مخې هغه کډوال چې په هسپانیا کې ثبت او راجستر شوي او بیا جرمني ته داخل شوي دي، په ۴۸ ساعتونو کې بېرته هسپانیا ته شړل کیږي.

د اسوشیتدپرس د ښاغلي پیترمن له خولې لیکلي دي چې له ایټالیا او یونان سره هم خبرې روانې دي او ښايي له دغو هېوادونو سره هم همداسې تړونونه وشي. ډېر کډوال ایټالیا او یونان څخه د اروپا نورو هېوادونو ته ځي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د جون په میاشت کې اعلان کړی و چې له اترېش څخه جرمني ته راغلي کډوال به بېرته اترېش ته شړي، خو انکېلا مېرکل ویلي وو چې باید په دې اړه د اترېش له حکومت سره تړون وشي.

د اروپایي ټولنې د قانون له مخې هر کډوال چې د دغې ټولنې کوم غړي هېواد ته داخلیږي، اړوند هېواد اړ دی چې هغه ثبت کړي او د پنا غوښتنې مراحل یې ترسره کړي.

اروپایي اتحادیې د احصایې اداره وایي دې ټولنې په ٢٠١٧ کې څه دپاسه نیم میلیون مهاجرو ته پناه ورکړې ده. په ٢٠١٧ کې د منل شویو مهاجرو له دریو نه یوه برخه یې سوریایان دي. د منل شویو پناه غوښتونکو په ډله کې افغانان په دوهمه او عراقیان په درییمه درجه کې دي.

دې ادارې دا هم ویلي دي چې ددغو نیم میلیون مهاجرو له ډلې نه ٦٠ فیصده یې جرمني منلي دي.

XS
SM
MD
LG