د لاس رسي وړ اتصالات

یو وسله وال په جرمني کې شپږ تنه ووژل- پولیس


پولیس وایي چې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی
پولیس وایي چې د پېښې په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی

پولیس وايي په جرمني کې د یو وسله وال برید په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی.

په ده وسله وال برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي. پولیس وايي چې دا پېښه د جرمني په جنوبي ښار راټ ام سي کې شوې ده. ویل کیږي بریدګر جرمن دی او د برید انګیزه یې شخصي وه.

پیښه د جمعې په ماسپښین (جنوري۲۴) شوې ده خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

د فرانسې خبري اژانس د آلین د سیمې د پولیسو د یوه ویاند له خولې لیکلي دي چې یو مشکوک برید کوونکی نیول شوي او داسې ګمان کیږي چې نور برید کوونکي لا هم ندي نیول شوي.

پولیس چارواکي وايي په دې اړه به پوره جزیات وروسته اعلانوي.

XS
SM
MD
LG