د لاس رسي وړ اتصالات

هند او فرانسه د ترهگرۍ د ملاتړو هیوادونو پر ضد نړیواله مبارزه غواړي


د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشیما سواراج

هند او فرانسې د هغو هیوادونو پر ضد د نړیوالې مبارزې غوښتنه کړې چې د ترهگرۍ ملاتړ کوي او یا هم سخت دریځو ته په پخلو هیوادونو کې پناه ځایونه برابروي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لو دیرین، چې د هند په لیدنه بوخت دی د خپلې هندي سیالې میرمن سوشیما سواراج، سره یوځای د جمعې په ورځ په نړۍ کې د ترهگریزو فعالیتونو پر ډیریدو اندیښنه څرگنده کړه.

د هند او فرانسې دغو دوو لوړپوړو دیپلوماتانو ددې سره سره چې په مشخصه توگه یې د کوم هیواد نوم یاد نه کړ، خو هند دمخه په وار وار خپل گاونډی هیواد پاکستان د سخت دریځو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې اسلام آباد په پخپل هیواد کې ترهگرو ته پناه ورکوي او په هند کې ترهگرې ډلې یاغیتوب ته لمسوي. دا ډول ادعاوې پاکستان په وار وار رد کړې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د هند له لورې په فرانسه کې د ٣٦ جوړو شویو جنگي جت الوتکو اخیستلو ته په اشارې وویل چې دغه دواړه هیوادونه د خاصو اړیکو له درلودلو نه گټه اخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG