د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هندي چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې په بغلان کې د تښتول شویو هندي انجنیرانو د خلاصون لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د ښاغلي رباني له خولې ویل شوي دي "افغان امنیتي ځواکونه د هغوی [هندي تښتول شويو انجنیرانو] د خوندیتوب او په مصون ډول د هغوی د خلاصون لپاره به له هېڅ اقدام څخه هم دریغ ونکړي."
په اعلامیې کې دا خبره هم شوې ده چې د هغوی د خلاصون لپاره ځايي قومي مشرانو هم هلې ځلې پیل کړي دي.
د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼه وايي ښاغلي رباني د یکشنبې په ورځ (مۍ۶) د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سشما سواراج سره هم لیدلي او ډاډ یې ورکړی دی چې د تښتول شويو هندي انجنیرانو د خلاصون لپاره پوره هلې ځلې کوي.
په بغلان کې سیمهییزو چارواکو ویلي چې وسله والو (طالبانو) د یکشنبې (مۍ۶) په سهار په ډنډ غوري کې د برېښنا شرکت اوه کارکوونکي تښتولي چې شپږ یې هنديان دي.
د بغلان د ولایتي شورا وکیل فیرزوالدین ایماق وايي چې طالبانو دغه هندي اتباع د بغلان د خواجه الوان په دښته کې تښتولي دي. هغوی هلته د برېښنا یو سب سټیشن باندې کار کاوه چې د کار سیمې ته د تلو پر وخت د چشمه شیر په ساحه کې وتښتول شول.
ښاغلی ایماق وايي هندي کارکوونکي د کی اې سي شرکت انجینران دي. افغان حکومت تېرکال دغه شرکت ته د برېښنا د انتقال ځینې قراردادونه ورکړل، د شبرغان-دشت الوان د برېښنا پروژه هم په کې شامله ده چې ۶۰ میلیونه ډالر یې ارزښت دی.