د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دولتي چارواکي د تیلګرام له کارولو بند کړل


تیلیگرام نه په ټول منځني ختیځ او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې په پراخه توگه استفاده کیږي
تیلیگرام نه په ټول منځني ختیځ او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې په پراخه توگه استفاده کیږي

د ایران حکومت په یو بیساري اقدام کې د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي او د ولسمشر د مرستیال جهانګیري د تیلیګرام حسابونه هم وتړل.

د ایران اسلامي جمهوریت د دولت مقامات او کار کوونکي د تیلگرام په نامه د معلوماتو د تبادلې د اپلیکیشن د استعمال نه منع کړل.

د ایران د جمهوري ریاست امر کړی چې د حکومت هیڅ یو غړی نشي کولی د خلکو سره د اړیکو د نیولو لپاره د هغو اپلیکشنونو نه کار واخلي چې مرکزونه یې له ایران نه بهر دي.

د ایران حکومت د چارشنبې په ورځ (اپریل ١٨) د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي او د جمهور رئیس د مرستیال اسحاق جهانګیري د ټیلیګرام حسابونه هم وتړل.

تر ټولو مهم اپلیکیشن چې ایراني مقامات یې اندیښمن کړي، د ټیلګرام اپلیکیشن دی چې شاوخوا ۴٠ ملیونه ایرانیان یې د پیغام د لیږلو لپاره کاروي.

د ایسنا په نامه د ایران یو خبري اژانس د حکومت ددې تصمیم په اړه جزییات ندي ورکړي. ایرانیان دا اپلیکیشن چې شفر لرونکي پیغامونه پکې استول کیږي، د انتخاباتي هلو ځلو نه نیولې تر عادي خبرو لپاره کاروي.

د ایران حکومت ددغه بندیز تصمیم څو ورځې وروسته له هغې نیسي چې د سوریې په جگړه کې د تهران متحد هیواد روسیې په خپله خاوره کې د تیلیگرام د اپلیکیشن استعمال بند کړ.

روسیې دا کار وروسته له هغې وکړ چې د تیلگرام کمپنۍ د روسیې د دولتي امنیتي ادارې غوښتنه رد کړه چې پټو پیغامونو ته لاس رسی ولري.

یوې روسي شرکت تیلیګرام جوړ کړی دی چې په لندن کې راجستر دی او په نړۍ کې د پیغام رسولو نهم مشهور اپلیکیشن دی.

تیره اونۍ د ایران یو قضایي مقام ویلي وو چې تیلگرام او د پیغام رسولو نور بهرني خدمات یواځې هغه وخت په ایران کې کار کولای شي چې حکومت ورته اجازه ورکړي او د استعمالونکو معلومات یې دننه پدې هیواد کې ثبت وي.

ایران په موقتي توگه د جنورۍ په میاشت کې دغه خدمات د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې بند کړي وو. د تیلیگرام نه په ټول منځني ختیځ او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې په پراخه توگه استفاده کیږي.

XS
SM
MD
LG