د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښني نړیوال سازمان: ایران ۳۰۴ مظاهره کوونکي وژلي


په ایران کې خلکو د تیلو د بیو د لوړېدو پر ضد مظاهرې وکړې

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران حکومت تورن کړی دی چې په دغه هېواد کې یې د مظاهره چیانو "بې رحمه ځپل" پیل کړي او دا لړۍ روانه ده.

د دوشنبې په ورځ (دسمبر۱۶) د دغه سازمان په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د ایران رژیم په دغه هېواد کې د "مظاهرو پر مهال ۳۰۴ مظاهره کوونکي وژلي" دي او سلګونه نور یې ژوبل کړي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د دوی معلومات ښيي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان هم شامل دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د "مستقلو منابعو" له خولې لیکلي دي چې له څو اونیو نا ارامیو وروسته د ایران امنیتي ځواکونه په کورونو او نورو ځایونو چاپې وهلي او زرګونه کسان یې نیولي دي.

د منځني ختیځ لپاره د بخښنې د نړیوال سازمان د تحقیق د برخې مشر فلیپ لوتر وايي: "د عیني شاهدانو په وینا، د ایراني چارواکو له لوري د سلګونو مظاهره کوونکو له قتل وروسته، هغوی د مظاهره کوونکو پراخ ځپل پیل کړي."

دی وایي چې په نیول شویو کسانو کې خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او زده کوونکي شامل دي. د دوی د نیولو هدف د ده په خبره دا دی چې د ایران "د ځپونکي رژیم پر ضد څوک خبره ونکړی شي."

خو ایراني چارواکو دا ادعاوې "درواغ" بللي دي.

په ایران کې تېره میاشت زرګونو کسانو د تیلو د بېلو د لوړېدو پر ضد مظاهرې وکړې. ایراني چارواکو ادعا وکړه چې په دغو مظاهرو کې د بهرنیو هېوادونو لاس دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران له حکومت څخه غوښتي چې له قید او شرط پرته دې سملاسي نیول شوي کسان خوشي کړي او د مظاهره چیانو "ځپل" دې ودروي.

XS
SM
MD
LG