د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي: د ایران حکومت دې په اروپا زړه نه تړي


خامنه يي وايي اتومي تړون د ایران اقتصادي ستونزې حل نشوې کړې
خامنه يي وايي اتومي تړون د ایران اقتصادي ستونزې حل نشوې کړې

د ایران مذهبي مشر، آیت الله خامنه اي ویلي دي چې د ایران حکومت دې د غرب سره د هسته یي معاملې په برخه کې په اروپا باندې زړه نه تړي.

خامنه اي ویلي چې غرب سره هسته اي تړون په ۲۰۱۵م کې لاسلیک شو خو تر دې دمه یې د ایران اقتصادي ستونزې نه دي حل کړي.

د امریکا حکومت تیر کال له دغه تړون څخه ووت خو نور هیوادونه لا هم هڅه کوي چې د ایران سره دغه تړون په خپل ځاې پاتې شي.

ولسمشر ټرمپ دا تړون نیمګړی او تر ډېره یې د ایران په ګټه بللی.

له یوې خوا د ایران مذهبي مشر پر اروپا باندې د ایران له اعتماد څخه سر ټکوي او له بلې خوا د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان وايي چې تهران لا هم اتومي تړون ته ژمن پاتې دی.

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، یوکیو امانو، ویلي دي دا لازمي ده چې ایران دغه اتومي تړون ته پابند وي.

د ۲۰۱۵ کال هسته یي تړون په اساس چې د ایران او نړیوالو قدرتونو (د امریکا متحده ایالتونه، روسیه، چین، برتانیا، فرانسه او المان) تر منځ وشو. د اتومي انرژۍ نړیواله اداره مسئولیت لري چې د ایران حکومت د فعالیتونو نظارت وکړي.

XS
SM
MD
LG