د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي طیارو پر غزې هوايي بمبارۍ کړي دي


د اسرائیلي طیارو په بمباریو کې د حماس دوه غړي وژل شوي دي.

پس له هغې چې پرون د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمې په راکټونو وویشتل شوې، د اسرائیلو جنګي طیارو په غزې کې د حماس ډلې ځېنې پوځي اهداف په نښه کړل. د شنبې ورځې [ډیسمبر ۹] په بمباریو کې د حماس دوه غړي وژل شوي دي.

اسرائیل باور لري چې حماس د جمعې په ورځ له غزې څخه راکټونه وتوغول. غزه د حماس ډلې مرکز دی.

د اسرائیلو پوځ وایې چې په بمباریو کې یې د حماس څلور تاسیسات ویشتلي دي. د پوځیانو د معلوماتو په اساس په برید کې د حماس د وسلو د تولید کارخانې او زیرمې ویجاړې شوې دي.

د امریکا لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پيژندل د ډیرو خلکو او هېوادونو اعتراض او نارضایتي راپارولې ده.

اعتراض په بیت المقدس، رام الله، او غزې ښارونو کې روان دی. د اسرائیلو حکومت د تشدد د مخنیوي په خاطر په سیمې کې پوځیان ځاي پرځاي کړي دي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس، محمود عباس، د فتح تحریک او نورو ډلو د پراخو اعتراضونو غوښتنه کړې خو حماس ټینګار کوي چې د اسرائیلو پر ضد له تشدد ډک پاڅون اعلان شي.

XS
SM
MD
LG