د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو پر سوریې ځوابي برید کړی؛۱۰ تنه وژل شوي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

له سوریې نه راپورونه وايي چې پر دې هیواد باندې د اسرائیلو په هوایي برید کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.

دا برید د یکشنبې په ورځ (جون ۲) د سوریې له خاورې نه پر اسرئیلو باندې د دوو توغنديو د ورولو په غبرګون کې شوی دی. د رپوټونو له مخې د اسرائیل په برید کې په وژل شویو کسانو کې د سوریې سرتېري او بهرني جنګیالی هم شامل دي.

د اسرائیلو د پوځ اعلامیه وايي چې له سوریې څخه دوه توغندي د ګولان د اشغال شویو لوړو د هرمون په غرونو کې لگیدلي دي. د اسرائیلو پوځ وايي چې د بریدونو په ځواب کې د اسرائیلو الوتکو د ګولان په لوړو کې د سوریې د "توپچي بطرۍ، د څار او استخباراتو ځينې پوستې او هوايي پوځي تاسیسات" په نښه کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د مسولینو له خولې لیکلي دي چې په هوايي بریدونو کې د سوریې درې سرتيري او اووه بهرني جنګیالي وژل شوي دي.

دې ډلې چې په لندن کې مېشته ده، د وژل شویو بهرنیو جنګیالیو هویت نه دی ښودلی، خو وايي برید دمشق ته نژدې په هغه ځای شوی چې د سوریې سرتیري، ایراني ځواکونه او د حزب الله ډلې جنګیالي په کې دیره دي.

د سوریې رسمي اژانس د یو پوځي چارواکي له خولې راپور ورکړی دی چې د سوریې د دفاع هوايي ځواکونو له اسرائیلو څخه د "دښمن د میزایلو" په ځواب کې ډزې کړي دي.

اسرائیل وايي د سوریې په دغه برید کې زیان ورته نه دی رسېدلی. د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو ویلي دي چې هغه په خپله ددغه برید امر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG