د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلي ډاکتران د فلسطیني ماشومانو درملنه کوي


د اسرائیلي ډاکترانو یوې ډلې پر ته له دې چې سیاسي مسایل په پام کې ونیسي، پریکړه کړې چې د زرگونو فلسطیني ماشومانو او د نړۍ په ٥٧ نورو هیوادونو کې د قلبي ناروغانو درملنه وکړي.

د روانې اونۍ په پیل کې ملگرو ملتونو د "یو ماشوم د زړه د ژغونې" په نامه بنسټ هغه همکار ډاکتران وستایل چې د تل ابیب په جنوب کې میشت دي.

د دغه خیرنه بنسټ مرستیال ډاکتر سیون هوري ویلي دي کله چې د یو ماشوم د ژوند د ژغورنې خبره شي "زمونږ فعالیتونه به بین المللی، غیر سیاسی او غیر مذهبي" وي.

ملگرو ملتونو د دغه خیریه سازمان ډاکترانو ته د ماشومانو د ژوند د ژغورنې په ځاگړې توگه په مخ په ودې جنگ ځپلو سیمو کې، "د ملگرو ملتونو د سازمان" جایزه هم ورکړې.

د دوو لسیزو راهیسې د ماشومانو د زړه د ژغورنې بنسټ د ماشومانو د قلب څه دپاسه ۵۰۰۰ عملیات کړي دي چې په هغه کې شاوخوا ۲۰۰۰ ماشومان د اردن د رود د لویدیځې غاړې او ٣٠٠ نور ماشومان د عراق سوریې وو.

نور پاتې ناروغان د جنوبي امریکا، اروپا، اسیا او د منځني ختیځ د هیوادونو اوسیدونکي وو.

XS
SM
MD
LG