د لاس رسي وړ اتصالات

روهینګیایانو سره تشدد؛ پوځ په سرحد کې "ماینونه ښخ کړي دي"


د میانمار حکومتي پوځیانو یو شمیر خبریالان د روهینګیایانو یوه کلي ته بیولي او ورته یې ویلي دي چې سیمې کې میشتو مسلمانانو پخپله خپل کورونه او نقلیه وسایط سوځولي دي.

د پنجشنبې ورځې [ سپټامبر ۷] پدغه سفر کې لسګونو امنیتي مامورینو د خبریالانو کارونه په دقت څارل.

د خبریالانو په رسیدو، د راخین ایالت په شاو بهاو وران ویجاړ کلي کې یواځې څاروي او سپي لیدل کیدل. دارنګه دغې سیمې کې د قرانکریم او نورو دیني کتابونو سوځېدلې پاڼې پر ځمکه پرتې وې.

دا د میانمار د حکومت پر هغو ادعاګانو شک زیات کړی چې وایې روهینګیايي مسلمانانو پخپله خپل استوګن ځایونه سوځولي دي.

د سرحدي ګزمي یوه پولیس، آنګ کیاو مو خبریالانو ته وویل چې دوي [روهینګیایانو] پخپله خپل کورونه وسوځول او وتښتیدل."

له همدغو سیمو څخه چې خبریالانو لیدنه کړې یواځې په تیرو دوو اونیو کې د تشدد له پیلیدو څخه وروسته ۱۴۶۰۰۰ روهینګیایان تښتېدلي دي.

له ټولو ویجاړیو سره سره، د کورونو د سوځولو په اړه د پولیسو څرګندونې ضد او نقیض ښکاري.

آنګ کیاو مو ویلي: "موږ حقیقتاً نه دي لیدلي چې چا سوځولي دي [کورونه] موږ باید د خپلو پوستو خیال ساته."

خبریالانو لیدلي چې په کلي کې تقریباً ټول کورونه، موټرونه او موټرسایکلونه چې د تېښتې پر مهال له خلکو څخه پاتې دي، سوځېدلي دي.

د میانمار پوځ وایې چې په نښتو کې ۴۰۰ کسان چې اکثره یې وسله وال دي، وژل شويدي دي.

په تیرو لسو ورځو کې زرګونو روهینګیايي مسلمانانو له خطرناکو لارو څخه په تېریدو ځانونه د بنګلادیش په سرحد کې موقتي کمپونو ته رسولي دي. ویل شوي چې د میانمار حکومت له بنګلادیش سره سرحد کې ماینونه ښخ کړي دي.

یوه روهینګيايي کډوال ویلي چې "د میانمار د سرحد په اوږدو کې اغزن تار تاو شوی دی او هلته ماینونه ښخ کړای شوي دي."

د اګست په میاشت کې د تشدد په زیاتېدو، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ بنګلادیش ته راغلي ۷۳۰۰۰ مهاجرینو نوم لیکنه کړې ده.

د خواړه او پناه ځايونو په څیر، ددغو مهاجرینو لپاره د ژوند اکثره اسانتیاوي د هغو روهینګیايي مسلمانانو لخوا برابرې کیږي چې پخوا له میانمار څخه تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG