د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټویټر د ناټو او طالبانو خواله


د امریکا نوي قومندان د یکشنبې په ورځ کار پیل کړ

طالب ویاند پر ټویټر لیکلي چې نوی امریکايي قومندان به هم ناکام شي، خو د ناټو ویاند ورته د رغنده خبرو بلنه ورکړې ده.

طالبانو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د نوي قومندان ګمارنې ته چټک غبرګون ښوولی.

د”ذبیح الله م“ په نامه د طالبانو یوه ویاند پر ټویټر لیکلي چې جنرال سکات میلر به هم د جنرال جان نکلسن په څیر په افغانستان کې بیله ”مایوسۍ او ناکامیو" بل څه ونه موندي.

په افغانستان کې د ناټو ماموریت له رسمي ټویټر پاڼې نه د طالبانو ویاند ته په ځواب کې په پښتو ژبه دا ځواب لیکل شوی: "مونږ تمه لرو چې تر ښکنځلو ور هاخوا په رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو کې بوخت شو کوم چې افغانان او د دوی ملګري هغې حل لارې ته نېـږدې کوي چې د ټولو افغانانو هیله ده."

ناټو د طالبانو دري ټویټ ته هم په درې ژبې همداسې ځواب ورکړی دی.

د یکشنبې په ورځ (اګست۲) جنرال میلر د ناټو د مخکني قومندان جان نیکلسن ځای ناستی وټاکل شو. ۵۷ کلن میلر د متحدوایالتونو د هاواي په ایالت کې زېږېدلی دی، په ۱۹۸۳م کې د امریکا له پوځي اګاډمۍ فارغ شوی او د امریکا د پوځ په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړي دي.

طالبانو چې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پر آزادو رسنیو او ټلویزیون کلک بندیز لګولی و، اوس پر ټولنیزو رسنیو ډير فعاله دي او د خپلو بریدونو د ویډیوګانو د خپرولو سربیره په اردو،‌ پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو ګڼ نور تبلیغات هم خپروي.

XS
SM
MD
LG