د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو وايي په بلخ کې نوې پوځي اډه نه جوړوي


افغان سرتیري د شاهین په پوځي اډه کې د ماین پاکۍ د تمرینونو پر وخت
افغان سرتیري د شاهین په پوځي اډه کې د ماین پاکۍ د تمرینونو پر وخت

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې د ناټو سازمان د مزار د ښار د باندې پوځي اډه جوړوي.

په رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې هغه مواد او تجهیزات چې د پاکستان له لارې د افغانستان ته انتقالیږي، د یوې نوې پوخي اډې په جوړولو به ولګول شي.

د ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ لیکلي وو چې داسې رسمي اسناد یې لیدلي چې د شاهین په نامه د نوې پوځي اډې د جوړولو لپاره د کراچۍ بندر له لورې افغانستان ته ساختماني مواد او وسایل لیږدول شوي دي.

د ډان Dawn ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي چې په دې وروستیو کې یوه بیړۍ چې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ په ساختماني موادو او تجهیزاتو ډگه وه د کراچۍ بندر ته رسیدلې چې په کې یو ٢٢ میگاواټ جنراتور او په زیاته اندازه اوسپنیز توکي هم بار وو.

خو په کابل کې د ناټو ماموریت د ارتباطاتو مشر تورن تام گریسبک وایي د "شاهین کمپ" نوی ندی او د کلونو راهیسې ددې پوځي اډې نه د افغان امنیتي او دفاعي قواو د روزنې لپاره استفاده شوې ده. ښاغلي گریسبک وویل د شاهین اډې په هکله یو داسې پلان شته چې له مخې به یې د یوې خوا ددې اډې د بریښنا د تولید لگښت کم شي او له بلې خوا به د هوا د ککړتیا مخه ونیول شي.

امریکا او په افغانستان کې میشت نړیوال متحدین یې د خپلې اړتیا وړ اکثر مواد د پاکستان له لارې افغانستان ته لیږدوي.

د شاهین پوځي اډه په مزارشریف کې پرته ده چې د افغان ٢٠٩ قل اردو مرکز دی. د روان میلادي کال د اپریل په میاشت کې طالبانو پر دې اډې داسې مرگونی برید وکړ چې په تیرو ١٦ کلونو کې بیساری و. په برید کې لږ تر لږه ١٥٠ افغان سرتیري ووژل شول او شاوخوا ١٦٠ ټپیان شول. محلي رسنیو ویلي وو چې د طالبانو په دې برید کې څه دپاسه ٢٥٠ سرتیري وژل شوي وو.

ددې پیښې نه دوه میاشتې وروسته په عین اډه کې اوه امریکایي سرتیري د یو روزنیز ماموریت په ترڅ کې د یو افغان کمتندو له لورې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG