د لاس رسي وړ اتصالات

هالند: افغانستان امن دی، افغانانو ته پناه مه ورکوئ


د افغانستان تاوتریخوالی ددې سبب شوی چې زیات شمیر افغان بهرنیو هیوادونو ته پناه یوسي

د هالند اداري محکمې ویلي دي چې افغانستان د مهاجرو بیرته ستنولو ته پوره امن دی او باید په هالند کې افغان پناه غوښتونکو ته پناه ورنکول شي.

دغه محکمه چې د دولتي شورا په نامه هم یادیږي د هغه هیواد د اساسي قانون له مخې جوړه شوې او حکومت او پارلمان ته لوړ مشورتي ارگان دی.

د هالند دغې دولتي شورا د چهارشنبې په ورځ هغه وخت دغه حکم وکړ د یو افغان پناه غوښتونکي درخواست چې دغه بنسټ ته وړاندې شوی و رد شو.

ددې محمې په حکم کې راغلي دي چې "په افغانستان کې عمومي امنیتي وضیعت د اندیښنې وړ دی او په یو شمیر ولایتونو کې مخ په خرابیدو دی... له دې سره سره دا پدې معنی ندي هغه څوک چې په جگړه کې ښکیلو اړخونو له هیڅ یو سره ارتباط نلري هم نشي کولای چې هغه هیواد ته لاړ شي."

د هالند اداري محکمې ویلي دي چې دغه حکم د د ملگرو ملتونو او د بخښنې د نړیوال سازمان په گډون د ١٦ هالنډي بنسټونو د رپوټونو پر اساس صادر شوی دی دی.

خو د بخښنې نړیوال سازمان ددې حکم له کیدو وروسته سمدستي هغه "غیرمسوولانه" وگاڼه او د محکمې هغه ادعا یې رد کړه چې گواکې افغانستان د پناه غوښتونکو بیرته ستنیدو ته امن دی.

د بخښنې د نړیوال سازمان یو ویاند په کابل کې د نوروز د ورځې ځانمرگي برید ته په اشارې د هالند عامه نشراتي شبکې ته وویل "د افغانستان زیاته برخه د طالبانو تر واک لاندې ده. افغانستان د هیچا لپاره امن ندی.".

هالند اروپایي اتحادیې د کم شمیر هیوادونو څخه دی چې افغانستان امن هیواد گڼي.

XS
SM
MD
LG